نن افغانستان د ائیرلنډ په وړاندې یوه ورځنی لوبه ترسره کوي

 

عزم(دوشنبه، ۵ وږی ۱۳۹۷) له درې شل اوریزو سیالیو وروسته ټاکل شوې نن ورځ د ائیرلینډ او افغانستان ترمنځ د درې یو وزځنیو سیالیو لړی نن پیل شي.

دغه لوبه چې نن د افغانستان پروخت ۲:۱۵ باندې پیل کیږي شاید د افغانستان چټک توپ وهونکی لوبغاړی محمد شهزاد پکې ونه لوبیږي.

محمد شهزاد د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د هغه د غلطی له امله له یوې یو ورځنی لوبې څخه بند اعلان شوی.

له دې مخکې د ائیرلنډ او افغانستان ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو څخه چې دوه یې ترسره شوې یوه د باران له امله وځنډیدله دواړه افغانستان ګټلې وې.

دغه دواړه لوبې افغانستان د نوي تکړه توپوهونکي لوبغاړي حضرت الله ځاځي د ښې توپوهنې په مټ وګټلې او سیریز یې د افغانستان په نوم کړ.

حضرت الله ځاځی لومړی د یو ورځنیو سیالیو په لیست کې نه وو خو د هغه د ښې توپوهنې له امله هغه د یو ورځنیو سیالیو لیست کې هم داخل شو چې نن به شاید د دغې لوبې غړی وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button