د غزني سوداګر له ښاره د پوځي تاسیساتو ویستل غواړي

عزم: شنبه/۱۳۹۷/۶/۱۷- د ګډو غونډو او رسنیزه هلو ځلو په ترڅ کې د غزني سوداګرو غوښتنه کړې چې هغه حکومتي پوځي تاسیسات دې له ښاره نورو سیمو ته انتقال شي چې د جنګ ګواښ پیښوي او نتیجه کې یې شاوخوا سوداګریز تاسیسات او خلک زیانمن کیږي.

د سوداګرو ترڅنګ ښاریان او په ځانګړي ډول روشنفکران هم د سوداګرو ددې غوښتن ملاتړ کوي او په ډاګه وایي چې امنیه قومنداني، ماموریتونه او نور پوځي تاسیسات دې له ښار بهر سیمو ته یووړل شي.

د غزني تجارت خونه کې د ناستې مهال دوی شکایت کوي چې په تیر پنځه ورځني جنګ کې شاوخوا ۲۰ سوداګریز مارکيټونه، ۳۰۰ دوکانونه او تم ځايونه د اور خوراک شول او عام ولس ته یې د يونيم مليارد افغانيو زيان واړوه.

دوی ددغه اور لګيدنې او ویجاړۍ يو مهم سبب د ښار په تجارتي او هستوګنیزه ساحه کې د امنيه قومندانۍ او نورو پوځي تاسیساتو شتون ښیي.

لدې مخکېو څو څو ځله د غزني خلکو دا غوښتنه کړې وه چې امنيه قومانداني دې د ښار يوې څنډې ته یووړل شي ترڅو د سرکونو د تړلو په وجه ښاريان په تکليف نشي او نه هم په جنګي حالاتو کې ملکي+ مالي تاوان واوړي.

پدې لړ کې، د ښار یو روشنفکر او د سلام پوهنتون استاذ نصیر تره کی ګیله کوي چې بدبختانه د کورنيو چارو وزارت او د سيمه ييزو ارګانونو ادارې دغه غوښتنې ته خاص اهميت ندی ورکړی.

د ښاغلي تره کي په وینا، ددغې غوښتنې نه منلو نتیجه کې هغه څه چې مخنيوی يې شونی وه ونشو او ورسره څنګ کې خلګو ته په ملياردونو افغانۍ تاوان واوښت.

د استاذ نصیر تره کي په ګډون د غزني د تجارت اطاق غړي او ښاریان شکایت کوي چې له جنګ ورسته امنيه قوماندانۍ ته ټولې غځیدلې لارې او مارکیټونه د پخو سیمټي دیوالونو په مټ د چارواکو لخوا تړل شوي، او خلک نشي کولاي خپل کاروبار مخکې يوسي.

ښاغلی تره کی د خلکو په استاځولۍ وایي چې کورنيو چارو وزارت او سیمه ییزو ارګانونو څخه مو جدي غوښتنه دا ده چې امنيه قومانداني دې له تجارتي ساحې د ښار يوې څنډې ته انتقال کړي ترڅو د غزني عام بيچاره خلک خپلو اولادونو ته روزۍ پيدا کولو کې له ستونزو سره مخ نشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button