بغلان: طالبان وایي مرکزي بغلان کې یې ۶۰ عسکر وژلي

 

عزم(شنبه، ۱۷ وږی ۱۳۹۷) طالبانو نن ماښام د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې مرکزي بغلان کې یې ۶۰ تنه عسکر وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان اړوند د منګلو ساحه کې یې د اردو مهم او ستراتيژيک بېس چې شاوخوا ۱۰۰ تنه عسکر پکې اوسېدل په بشپړه توګه نیولی.

وړاندې خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه جګړه کې یې د اردو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې چې د ۶۰ تنو مړي د جګړې په ډګر پراته دي.

همداراز ویل شوي چې ګڼ شمیر نور یاټپیان او یا په تیښته بریالي شوي چې هغوی پسې هم تعقیبي عملیات جریان لري.

طالبانو ویلي د دغه بیس په نیولو سره زیات شمیر ټانګونه، رینجر موټر، اسلحې او مهمات هم لاسته ورغلي.

د بغلان ولایت چارواکو تر اوسه د دغو دواړو پیښو په اړه څه ندي ویلي، خو رسنیو کې یو شمیر خلکو د تیرې شپې برید کې د څلویښت تنو سرتیرو د وژل کیدلو خبر ورکړی وو ، له والي او نورو ولایتي چارواکو څخه یې سرټکولی وو.

دا په داسې حال کې دی چې تیره شپه هم په دغه سیمه کې یو بل بیس او دفاعي پوستې هم طالبانو نیولې وې او پراخه سیمه یې تر واک لاندې راغلې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button