نی: د ګډ حکومت ۴ کلنې واکمنۍ کې ۵۳ خبریالان وژل شوي

عزم: دوشنبه/۱۳۹۷/۶/۱۹- د افغانستان درسنیو د ملاتړ ازاد بنسټ(نی) وایي چې د ګډ حکومت ۴ کلنه واکمنۍ کې ۵۳ خبریالان وژل شوي دي.
دغه اداره وایي چې دا پداسې حال کې چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ز پورې د حامد کرزي ټوله دوره، یعني ۱۴ کلونو کې ایله ۴۲ خبریالان او رسنیز موظفین وژل شوي وه.
نی ددې وژنې د زیاتیدو لامل ګډ حکومت بللی.
ددغه بنسټ مشر عبدالمجیب خلوتګر ویلي چې« دغه شمیرې ښیي چې د شمیرو له مخې، د ګډ حکومت په واکمنۍ هر کال په اوسط ډول ۱۳ خبریالان وژل شوي، حال دا چې لدې مخکې ۱۴کلونو کې هرکال ۳ خبریالان وژل شوي دي.»