د بلخ والي عطامحمد نور وايي اشرف غني د اولسمشرۍ صلاحیت نلري

د بلخ ولایت والي او د شمالي ټلوالې مشهور قومندان عطا محمد نور له رویټر اژانس سره په مرکه کې پر اولسمشر اشرف غني باندي نیوکه کړې او ویلي یې دي، اشرف غني د رهبرۍ وړتیا نلري، له نوموړي نه پوښتنه وشوه چې په تیرو اتو میاشو حکومت کې کومه لاسته راوړنه لري، هغه وویل ، داسي دیادولو وړ لاسته راوړنه نه ویني.

 عطا محمد نور وایي د وحدت ملي د حکومت دواړه مشران ددې پرځاي چې حکومت رهبري او کار وکړي،په خپلو نندارو بوخت دی او بهر ته په تګ کې یو له بل سره سیالۍ کوي.

له نوموړي نه پوښتنه وشوه چې په دې وروستیو کې په بلخ  او نورو شمالي ولایاتو کې د طالبانو پرمختګونه او فعالیتونه څرنګه ارزیابي کوئ، نوموړي وویل، په شمال کې د طالبانو د پرمختګ په اړه یې ډیر ځله مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د طالبانو مخه ډب کړي، خو حکومت په دې برخه کې تر اوسه پوري هیڅ هم ندي کړي.

عطا محمد نور یو له هغو سرکښو والیانو څخه دی، چې ډير ځله یې د مرکزي حکومت ګواښلی او چیلنج کړی دی،په تیرو دیارلسو کالو  کې مخکینی اولسمشر کرزی او نه هم اشرف غني توانیدلی چې نوموړی له خپلې دندې ګوښه کړي.

احمد بریال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button