ننګرهار: د پیر ګیلاني په زیارت برید ۵ تنه مړه او ژوبل کړل

 

عزم: دوشنبه/۱۳۹۷/۶/۲۶- د محاذ ملي اسلامی افغانستان بنسټګر او وفات شوي مشر پیر سیداحمد ګیلاني په زیارت نامالومو کسانو برید کړی دی.

د تفصیلاتو له مخې، نن غرمه مهال د ننګرهار ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې دغه برید کې دوه تنه مړه او ۳ تنه زخمیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوګیاڼي ویل چې نن غرمه مهال څو نامعلومو وسله‌والو د پیر سید احمدګیلاني پر کور او زیات برید کړی‌دی.

د خوګیاڼي په وینا، په‌دې برید کې د دې زیارت دوه ساتونکي او مجاور مړه او ۳ تنه نور ټپيان شوي‌ او بریدګر له سیمې تښتېدلي؛ خو دوی د نیولو هڅه پيل کړې‌ده.

ددې برید مسئولیت هېڅ ډلې نه‌دی منلی خو خلک ګومان کوي چې دا کار د داعشیانو له لوري شوی‌دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button