د امریکا تر ټولو پرمختللې F-35B سټیلت الوتکه نسکوره شوه

عزم: شنبه/۱۳۹۷/۷/۷- افغانستان کې د امریکا تر ټولو نوې او پرمختللې F-35B سټیلت ډوله جنګي الوتکې له لومړني برید وروسته دغسې یوه الوتکه امریکا کې نسکوره شوه.

پرون جمعه چې د افغانستان په وخت تیرې شپې سره سمون خوري، د جنوبي کارولینا بیفورټ ولایت کې د هوايي ځواک تر ټولو پرمختللې F-35B جنګي الوتکه د روزنیزې الوتنې  مهال نسکوره شوه.

د امریکایي رسنیو په وینا، د ۵۰۱ جنګي ځواک دغه الوتکه بیفورټ بحري اډې ته څېرمه په یوه ټاپو راپرویوتله او لمبو کې ډوبه شوه خو پيلوټ توانېدلی چې د پراشوټ په وسیله ځان وژغوري.

د امریکا بحري ځواک د پیښې پخلی کړی او وایي چې که څه هم پیلوټ په کامیابۍ ترې وتلی خو ډاکتران یې معاینه کوي چې زخمي شوی خو نه دی.

ایف ۳۵ F-35B جنګي الوتکه د امریکا په تاریخ کې ترټولو قیمته جنګي الوتکه ده چې تازه د هوايي ځواک په خدمت کې ورکړل شوې.

د نسکوریدو له دې پیښط ایله یوه ورځ مخکې د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د پنجشنبې په ورځ یې افغانستان کې په لومړي ځل د طالبانو یو ثابت هدف له F-35B ډوله جنګي الوتکې بمبار کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button