زلمي خلیلزاد له پخواني ولسمشر کرزي او نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل

عزم (سې شنبه، ۱۷مه تلې ۱۳۹۷) زلمی خلیلزاد چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی ټاکل شوی وروسته له ټاکل کیدو په لومړي سفر تیره ورځ افغانستان ته راغلی وو.

خلیلزاد او ملګري پلاوي یې په دغه سفر کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغه له ملګري هیئت سره د نوموړي په کاري دفتر کې لیده کاته وکړل.

په دغه کتنه کې افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر هم حضور درلود او یو شمیر افغان لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو د افغانستان د سولې

حامد کرزي د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو ستاینه وکړه چې خلیلزاد یې د سولې په تړاو خانګړی استازی ټاکلی.

هغه د زلمي خلیلزاد په اړه و ویل: چې نوموړی یو پیاوړی شخصیت دی چې د هغه تاکنه د امریکا له لوري یو نیک اقدام دی.

پخواني جمهور رئیس و ویل چې افغانان د هر هغې پروسې کلک ملاتړ کوي چې د افغانستان د خپلواکي او خلکو ترمنځ د اتحاد او اتفاق ضمانت وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button