حکمتیار: روان انتخابات یوه شرمناکه لوبه ده

 

عزم(پنجشنبه، ۱۹مه تلې ۱۳۹۷) ګلبدین حکمتیار نن د ملي مجمع ملي غونډې په نوم د سیاسي حزبونو یوې غونډې ته وینا وکړه.

هغه غونډې ته وو ویل، زمونږ له دغې غونډې مطلب دا نده چې یو ائتلاف رامنځته کړو بلکې د اغیزمن شخصیتونو راټولول یې غرض دي تر څو حالات بدل کړي.

همدا راز یې زیاته کړه چې اوس د احزابو او نورو لاملونو له امله ځوانان او خلک په ډیرو ډلو ویشل شوي او ډیر مخالفین لري غواړي دغو ناخوالو ته د پای لار ومومي.

حکمتیار و ویل چې غواړي د ملي یو والي ملي مجمع له لارې جنګ ته د پای ټکی کیږدي او د سولې یوه د حل لاره پیدا کړي.

هغه و ویل د سولې لپاره مونږ باید ټول سره یو شو او دروان بحران سره مبارزه وکړو، د دغې جرګې له لارې باید داسې یو تشکیل وټاکو چې هغه د جګړې له شکیلو اړخونو سره هیڅ رابطه ونلري او د ولس کلک حمایت ورسره وي تر څو د سولې لپاره کار وکړي.

نوموړي و ویل تر اوسه نه بهرنیانو، نه حکومت او نه طالبانو د سولې لپاره یوه با اعتماده پروسه وړاندې کړه نه چا له همسایه هیوادونو د نه لاسوهنې جدي غوښتنه وکړه.

حکمتیار و ویل چې د سولې لپاره باید یو کلک اوربند رامنځته شي او له هغه وروسته موقت حکومت جوړ شي تر څو د راتلونکي حکومت لپاره لاره هواره شي.

هغه د انتخاباتو په اړه و ویل چې باید شفافې ټاکنې ترسره شي له دغه حکومت څخه واک بل حکومت ته په سولئیزه توګه وسپارل شي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره وخت وټاکل شي.

حکمتیار د پارلماني ټاکنو په اړه و ویل دا یوه ښه لاره ده روان بحران تر انتخاباتو بل غوره بدیل نلري، خو هغه وو ویل چې روان انتخابات یوه شرمناکه لوبه ده تر نیمایي زیات خلک له رایې ورکولو محروم شوي او کامیاب نوماندان سر له اوسه لا معلوم دي.

هغه وو ویل بهرنۍ کړۍ غواړي چې زیات شمیر خلک انتخاباتو کې رایې ورنکړي چې سټیکر رامنځته کول او د مهاجرینو محرومول یې ښه دلیل دی.

نوموړي د یو شمیر نوماندانو د وژلو پړه په دولت واچوله او ویې ویل چې وژل شوي نوماندانو باندې چاودنو ته د سرتیري برید نوم ورکړل شوی خو څوک یې ثبوت نشي وړاندې کولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: