لوګر: د شخصي دښمنی له امله واده کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

 

عزم(شنبه، ۲۱مه تلې ۱۳۹۷) تیره شپه د لوګر محمداغې ولسوالۍ سفید سنګ سیمه کې د واړده مراسمو کې د شخصي دښمني له امله چاودنه رامنځته شوې.

امنیتي سرچینو ویلي دي چې د یادې چاودنې له امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوله اوښتې چې ۶ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند شاه پور احمدزي د پیښې پخلی کړی او وایي چې چاودنه د هغه ماین له امله رامنځته شوې چې په سیمه کې له وړاندې ځای پر ځای شوی وو.

احمدزي ویلي چې د چاودنې له امله وژل شويو او ټپیانو کې دوه سندرغاړي شامل دي نور ټول د واده د کورنۍ غړي یا خپلوان دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button