امرالله صالح په خپلو پلویانو غږ کړی چي جګړې ته اماده شي

 

عزم(یکشنبه، ۲۲مه، تلې ۱۳۹۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو له لیدلو وروسته یو شمیر پخوانیو جنګسالارانو باندې ویره ګډه شوې.

تیره ورځ د قطر هیواد په مرکز دوحه کې د طالب استازو او امریکایي مذاکراتي ټیم له لیدلو وروسته د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح په خپلو پلویانو غږ کړی چې که یادې خبرې رښتیا وي نو له طالبانو سره دې د نوې جګړې لپاره امادګي ونیسي.

صالح په خپله ټویټر پاڼه لیکلي که د الجزیرې راپور حقیقت ولري او امریکا له طالبانو سره خبرې پیل کړي وي، سر له اوسه د مقاومت جبهه باید له طالبانو د جګړې د پیل کیدلو امادګي ونیسي.
امرالله صالح ویلي دي چې بې اعتباري د زیاتیدو په حال کې ده.

د یادونې وړ دی چې صالح د روند سبز په نوم د یوه داسي ګوند رهبري په غاړه لري چی نظامي افراد او قوت یې دباندی وجود نلري.

هغه یادې څرګندونې داسې مهال کړي چې د الجزیرې ترڅنګ طالبانو هم تیره ورځ منلې وه چې د دوی د قطر دفتر استازیو له زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو او سولې اړوند یې ورسره خبرې اترې کړي دي.

د صالح څرګندونو په خواله رسنیو کې غبرګونونه راپارولي او هغه یې د سولې ضد بللي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button