دملا محمد عمر مجاهد رحمه الله خبره رښتیا شوه !

لیکوال: شهاب لیوال

پر افغانستان روسانو ديرغل پر مهال،افغان ولس او امریکا د ګډ دښمن له کبله یو بل ته نېژدې شول او امريکا د روسانو پرضد پاڅېدلو جهادي خوځښتونو سره مرستې کولې. دروسانو له وتلو سره د امریکایانو پاملرنه دې سیمې ته لا زیاته شوه او ددې هیواد د اشغال تکل یې وکړ . د روسانو له وتلو سره سم یې افغانستان کې د کورنی جګړی لمبې اوچتې کړې، او جهادې احزاب یې سره ښکر په ښکر کړل چې له دریو کلونو وروسته په طبیعي توګه په یوه توند غبرګون کې له کندهاره د طالبانو تحریک راپورته شوو، د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشری کله چې د طالبانو اسلامي امارت جوړ شو، نو ځینې عربان د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول په افغانستان کې مېشت وو، چې له طالبانو څخه وړاندې د استاد رباني حکومت پناه ورکړې وه. په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو او د امریکا ترمنځ او بیا د طالبانو او سعودي ترمنځ د اسامه پر سر شخړې پيدا شوې، چې له کبله یې څو ځله د امریکایانو له خوا پر افغانستان توغنديز بریدونه هم وشول؛
په هغه وخت کې طالبانو امریکایانو ته د مذاکراتو وړاندیز وکړ خو امریکایانو په جکړې ټینګار کاوه او دطالبانو مذاکرات یې ځان ته سپکاوی بله.
د ۱۱ سپتامبر برید نه وروسته ، یو ځل بیا د اسامه پر سر شخړې زور واخېست او امریکایانو په همدې پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.
نن پر افغانستان د امریکايي یرغل ۱۷ کاله پوره شول. اوولس کاله وړاندې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ. دطالبانو مشروع اسلامي نظام یې ړنګ کړ او د جرمني په بن کې جوړ شوی حکومت یې پر افغانانو وټپل. اوولس کاله وروسته لا هم جګړه روانه ده، خو امریکا په هغه پخواني زور او دب کې نه ده پاتې کوښښ کوې چې خپل ماته او ناکامي د وحشت او وژنو او هوایې بریدونو له لارې پټه کړي .
نړۍ ته جوته وه چې د سپټمبر د یوولسمې په پېښه کې هېڅ افغان ښکېل نه و، خو امریکا پر افغانستان یرغل وکړ. په هغه پېښه کې شاوخوا درې زره امریکایان ووژل شول، خو امریکا یې غچ زموږ له بې ګناه وګړو واخست. اوولس کاله کېږي چې موږ له امریکايي وحشت سره مخ یو، سلګونه زره افغانان وژل شوي، سلګونه زره نور ټپیان شوي دي او لسګونه زره معیوب شوي دي. امریکا ۱۷کاله خپلې نوې او ممنوعه وسلې پر افغانانو استعمال کړې او ویې ازمویلې. د بمونو مور یې وکاروله، سرتېرو یې د خلکو په وژلو کې نوې تجربې وکړې او پر خلکو یې نښه ویشتل زده کړل. امریکايي وحشیانو ۱۷کاله د افغانستان په کلي کلي او کور کور کې غم خپور کړ، وحشت یې وکړ او لوټه لوټه او کاڼی کاڼی یې په وینو رنګ کړ. خو بیایې هم ستراتیژی ناکامه ده
او امریکایې رسنۍ دې هېل په یو مطلب کې داسې لیکي .

په افغانستان کې د روانې تګلارې او ستراتيژۍ تعقیب د امریکا او امریکایانو په زیان دی. دې هېل نشریه په یوه مطلب کې لیکي د افغانستان هېره شوې جګړه اوولس کلنه شوه، خو لا هم په دغه هېواد کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. دې هېل لیکي امریکا په افغانستان کې خپله هېڅ تلګلاره بریالۍ نه شوی کړی اوویا سلنه خاوره دطالبانو تر واک او کنترول لاندې ده او په پاتې دیرش سلنه کې خونړۍ جګړه روانه ده او د زرګونو افغانانو په ګډون امریکایي عسکرو ته هم مرګ ژوبله لري. په مطلب کې وړاندې راځي چې د ټرمپ اوسنۍ تګلاره هم د امریکا لپاره خطرناکه او له زیانه ډکه ده او هم امریکایانو ته. د دې هېل په وینا د امریکایانو میلیاردونه ډالر مالیات په داسې یوه جګړه کې لګول کېږي چې تر دې دمه یې د ختمولو لپاره هېڅ ډول مثبت ګام نه دی اخیستل شوی او د سولې خبرو هم پایله نه ده لرلې. سرچینه زیاتوي چې دغه جګړه ورځ تر بلې خونړۍ کېږي او ټوله ورځ نړیوالې رسنۍ ددې جګړې په اړه تحلیلونه کوي، خو امریکا هېره کړې ده او د له منځه وړلو لپاره یې اړین او جدي ګامونه نه پورته کوي. دې هېل د افغان جګړې حل په سیاسي مذاکراتو کې بولي او له دې پرته روان بحران ورځ تر بلې پراخېدونکی ګڼي.
لله الحمد چې امریکا خپل ماته ومنله او داسلامي امارت له سیاسي دفتر سره یې اړیکې ونیولې
د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشراو اعضاؤ د امریکې د مذاکراتي ټیم سره په دوحه کي وکتل
ددې لیدنو په طرڅ کې امریکایې هئیت ومنله چې دوي آماده دي چې خپل پوځیان له افغانستان نه وباسي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button