پروان: د بهرنیو ځواکونو پر کاروان سرتیری برید شوی دی

 

عزم(پنجشنبه، ۲۶ تلې ۱۳۹۷) ‏‎نن مازدیګر مهال د پروان ولایت باګرام ولسوالۍ اړوند په سه دوکانه سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په قطار سرتیری برید شوی.

د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولیزاده د برید پخلی کړی او وایي چې یو پلي سرتیري بریدګر هغه مهال د بهرنیو ځواکونو کاروان په نښه کړ چې د هغوی ګزمه د پېښې په ځای کې تېرېده.

ولیزاده د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل خو یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي چې درې تنه وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د بهرنیو ځواکونو د قاطع ملاتړ د ماموریت دفتر له لوري تر اوسه د یادې چاودنې د تلفاتو په اړه څه ندي ویلي.

طالبانو د یاد برید مسئولیت منلی، ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې ‹‹نن مازدیګر د پروان ولایت باګرام ولسوالۍ کې د امریکایي اشغالګرو په قطار د موټر بم په وسیله فدایي حمله یو تن فدایي مجاهدحافظ محمد بلال د کاپیسانجراب ولسوالۍ اوسیدونکي ترسره کړې››.

مجاهد ویلي په یاد برید کې یو امریکایي زغره وال ټانک ویجاړ شوی، ۶ امریکایي عسکر وژل شوي، ۴ نور ټپیان دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button