د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق و وژل شو

 

عزم(پنجشنبه، ۲۶مه تلې ۱۳۹۷) د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د کندهار ولایت مقام کې د یوه برید په ترڅ کې و وژل شو.

نن ورځ د کندهار ولایت کې د یوناما له غړیو سره یوه غونډه روانه وه چې امنیه قومندان، والي او د قول اردو قوماندان په شمول د کندهار ټولو لوړپوړو چارواکو پکې ګډون درلود.

اریانا نیوز ویلي چې امنیه قومندان جنرال رازق وژل شوی او د دغه ولایت والي، د والي ویاند، د ملي امنیت رئیس او د قول اردو قومندان په ټپیانو کې دي.

یوه بله معتمده امنیتي سرچینه بیا وایي چې د ملي امنیت رئیس هم وژل شوی او د ناټو قومندان هم په ټپیانو کې دی.

د برید په اړه ویل کیږي چې د کندهار ولایت د والي یو ساتونکي لومړی پر امنیه قومندان ډزې کړي چې وروسته جګړه رامنځته شوې.

د پژواک خبریال بشیر نادم چې دا مهال هم د جګړې په سیمه کې بند پاته دی پژواک ته ویلي چې اوس هم ډزې روانې دي.

د نورو جزئیاتو لپاره عزم سره اوسئ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button