طالبان: د غرمې تر دولس بجو مو ۱۶۶ بریدونه کړي

 

عزم(شنبه، ۲۸مه، تله ۱۳۹۷) طالبانو ویلي چې د انتخاباتي پروسې د ناکامولو په نیت یې یواخې نن ورځ په ټول هیواد کې د غرمې تر دولس بجو ۱۶۶ بریدونه کړي دي.

طالبانو ویلي نن له سهار را هیسي تر غرمې دولسو بجو پورې په ټول هیواد کې انتخاباتي سایټونو، پوستو، مرکزونو او نظامي ځایونو باندې ټول ټال (۱۶۶) بریدونه ترسره کړي دي چې په ترڅ کې یې لسګونه تنه عسکر، پولیس او استخباراتي کارمندان وژل شوي او ټپیان دي.

د طالبانو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې سلګونه انتخاباتي مراکز یا بالکل له کاره لویدلي، یا انتخابات په کې نه دي ترسره شوي او یاخو په ډیر کم شمیر دولتي اداره پورې تړلو خلکو ونډه په کې اخیستې ده.

طالبانو ویلي چې دوی د انتخاباتو ګډوډولو کې بریالي شوي او د پلازمینې کابل په شمول یې ټولو ولایتونو کې د انتخاباتو مخه ډب کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button