اردن بیرته له اسرائيلو د خپلو سیمو غوښتنه کوي

 

عزم(سه شنبه، ۱ لړم ۱۳۹۷) اردن په عربي نړۍ کې له اسرائیلو سره ښه مناسبات پالونکی هیواد بلل کیږي خو اوس دغه هیواد له اسرائیلو څخه د خپلو سیمو د بیرته ورسپارلو غوښتنه کوي.

اردن په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې له اسرائیل سره د یوه تړون له مخې تر ۲۵ کلونو پورې د باقوره او غُمر سیمو یو تړون امضا کړی وو چې اسرائیل به ترې ګټه پورته کوي.

پیترا خبري آژانس خبر ورکړی چې پاچا دوهم عبدالله ویلي دي، چي اسرائيلو ته یې خبر ورکړی دی، چي د دغو سيمو د ورکولو تړون نور نه تمدیدیږي.

د تیرې جمعې په ورځ د اردن پلازمینه عمان کې ولسي خلکو یو لاریون کړی وو او د اسرائیلو سره د سولې تړون د لغوه کولو غوښتنه یې کوله چې ویل کیږي پاچا عبدالله هم د ولسي فشار له امله دغه کار ته مجبور شوی دی.

بلخوا د اسرائیلو صدراعظم بن یامین نتنیاهو ویلی چې غواړي د دغو سیمو د اجارې د تمدید په خاطر له اردن سره معامله وکړي.

عربي نړۍ کې اسرائیل او مصر د اسرائیلو نږدې هیوادونه بلل کیږي خو اوس سعودي تر دوی اسرائیل ته ډیر نږدې دی او آن محد بن سلمان د دغه هیواد د لاس آله بلل کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button