ننګرهار: د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د دارالحفاظ استاذ شهید کړی

 

عزم(سه شنبه، ۱ لړم ۱۳۹۷) دننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو تن ووژل شو.

سیمئیزې سرچینې وایي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د عملیاتو پر مهال د دارالحفاظ استاذ شهید کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاألله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي دي، چې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د دریمې حوزې اړوند د عربانو سیمه کې عملیات کړي دي.

خوږیاڼي زیاته کړې چې درېیمې حوزې اړوند په عربانو ګولایی سیمې کې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د رفیع الله په نوم د طالبانو ښاري مسؤول وژل شوی دی.

بلخوا د عربانو د سیمې خلک وایي چې رفیع الله د الفلاح پوهنتون کې زده کړې کولې او یو عادي کلیوال وو.

دوی وایي چې نوموړي د زده کړو تر څنګ په یوه سیمه ایز جومات کې د قرانکریم د حفظ برخه کې ښوونکی هم و چې تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې لومړی ټپي وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د یادونې وړ دی چې ننګرهار هغه ولایت دی چې مدرسې، مکتبونه، جوماتونه یې سوځول کیږي، دیني علماء او ښوونکي یې د دولت او داعش له لوري په نښه کیږي چې خلک یې د دوی په لوري یوه ستره دسیسه بولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button