کندهار ته اشرف غني دراتګ له امله یوې حاملې مرمني خپل ژوند له لاسه ورکړ

نن سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه جنوبي ولایت کندهار ته داشرف غني دراتګ په پله لویي لاري تړل شوي وې چې په نورو ګڼو ستونزه سربېره دیوې حاملې مېرمني دمرګ لامل شو

جمهور رئیس دیوه پلاوي په مشرۍ چې داطلاعاتو او کلتور وزیر دکورنیو چارو وزیر او دبهرنیو چارو وزیر هم ورسره دي نن کندهار ته تللی دی

دا چې په کندهار کې ټولي لویي لاري تړل شوي وې یوې حاملې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړ
دمېرمني دکورنۍ غړي زیاتوي چې پولیسو ته یې ډېري زارۍ وکړې چې مریض یې په تکلیف دی خو پولیسو ورته ویل چې موږ ته امر شوی دی چې ښار ته په هیڅ صورت څوک نه پرېږدو

ددغه سفر دامنیت لپاره له تېرو څو ورځو راهیسي په کندهار کې موټرسایکلونو بندیز لګېدلی وو چې دښار اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button