فیفا: پارلماني ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وې

 

عزم(جمعه، ۴ لړم ۱۳۹۷) د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو ټولنې فیفا د ولسي جرګې ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې بللې دي.

یادې ټولنې ویلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۸ میلیونه سټیکرو د چاپ خبر ورکړی وو، خو په ټاکنو کې یواځې څلور میلیونه کسانو ګډون وکړ، چې د پاتې سټیکرو د سرنوشت په تړاو پوښتنې پیدا شوي.

په ورته مهال د ولسي جرګې ټاکنو یوشمېر نوماندان او عام خلک هم وايي، چې ټاکنې له تقلب ډکې وې.

د ولسي جرګې ټاکنو یوشمیر نوماندان د ټاکنو دویمې ورځې ته غځیدلو باندې نیوکې کوي او وایي چې د ټاکنو مشروعیت ترسوال لاندې راولي، چې له همدې امله دا ټاکنې نامشروع او دوی ته د منلو نه دي.

طلوع نیوز ویلي چې د ټاکنو مرکز ته د ناظرینو د نه ورپریښودلو، د بایو میټریک سیسټم د دستګاوو نه موجودیت، د یادو دستګاوو کار نه کول او د ټاکنو کمیسیون د کارمندانو په اړه دوی ته له پنځه زره او د شکایاتو کمیسیون ته له لس زره زیات شکایات رسیدلي دي.

د پارلماني ټاکنو په اړه رسنیو کې د پراخو درغلیو او تقلب ویډیوګانې نشر شوي چې نن هم د خوست ولایت څخه یوه ویډیو نشر شوه او ویل شوي چې لس زره پیژندپاڼې یا تذکرې پاکستانیو ته د رایې اچونې لپاره ویشل شوي دي.

همداراز د شکایاتو کمیسیون ویلي چې ځینو ولایتونو کې آن د ولایت والي هم د یو نوماند په ګټه کار کړی او ځینو زورواکانو په زور خلک هڅولي چې د دوی د خوښې نوماند ته رایه ورکړي.

یاد کمیسیون وایي چې داسې شکایات هم ورته رسیدلي چې ځینو نوماندانو د رایې اچونې صندوقونه کورونو ته وړي او هلته یې د ځان په ګټه ډک کړي دي.

عام خلک هم شکایت کوي او وایي چې ټاکنې د دوی د طمعې خلاف وې او پراخو درغلیو څخه ډکې وې چې هیڅ روڼتیا او شفافیت یې نه درلود.

پر انتخاباتو ناظر بنسټونه هم وایي، چې د ټاکنو د مشروعیت په تړاو ډیر داسې موارد وو چې د خلکو ترمنځ یې پوښتنې پیدا کړي دي او ټاکنې یې تر سوال لاندې راوستې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button