تردې وروسته بهرنيان افغان ځواکونو ته د بریښنالیک له لاري روزنه ورکوي!

م نعمت الله – سابق

د کندهار او هرات ولایتونو د خونړیو پېښو وروسته د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کښي بهرنیو ځواکونو د خپلو پوځیانو د ژوند خوندي ساتلو لپاره پر نویو پلانونو کار پیل کړی چي یو یې هم د افغان ځواکونو سره د مخامخ اړیکو نیول ځنډولي دي.

واشنګټن پوسټ په خپل تازه راپور کښي لیکي چي د جنرال عبدالرازق تر وژل کیدو وروسته د امریکايي ځواکونو ترمنځ وارخطایي رامنځته سوي خو د هرات ولایت د شینډنډ هوايي ډګر تر پېښي وروسته چي د طالبانو نفوذي افغان کمانډو عسکر د چک هیواد یو بهرنی سرتیری وواژه او دوه یې ټپيان کړل، دغه وارخطایي نوره هم زیاته کړې او په بهرنیو ځواکونو کښي یې بیره خپره کړه.

د قاطع ملاتړ ویاند په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي تردې وروسته به د افغان ځواکونو سره د بریښنالیک او ټلیفون له لاري مرستو ته دوام ورکوي، د اشد ضرورت په وخت کي به افغان چارواکي ددوی مرکزونو ته وربلل کیږي ځکه بهرني ځواکونه تردې وروسته اجازه نه لري چي د افغان ځواکونو قرارګاوو یا نورو مراکزو ته ورسي.

اوس د بهرنیو ځواکونو د ماموریت په اړه شکونه ډیر سوي، دوی وايي چي موږ په افغانستان کښي د افغان ځواکونو د روزني، مشورې او مرستي لپاره ځواکونه ځای پر ځای کړي دي، نو ایا تردې وروسته به بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو روزنه د بریښنالیک (ایمیل) له لاري کوي؟

د قاطع ملاتړ دغه پریکړه کیدای سي د بهرنیو او افغان ځواکونو پر ګډو عملیاتو هم اثر واچوي ځکه چي په جګړییز ډګر کښي مستقیم روابط مهم رول لوبوي او په نه شتون کي یې د افغان ځواکونو هوايي مرسته ناممکنه ده، همدارنګه د بهرنیو او افغان ځواکونو ترمنځ په دومره لویه کچه واټن رامنځته کیدل خپله د کابل حکومت لپاره د خطر زنګ او د طالبانو لپاره لویه بریا ده.

تردې وړاندي کله چي افغان پوځیان د بهرنیو ځواکونو سره ګډو مراکزو ته ننوتل نو په لومړۍ دروازه کښي د هغوی څخه وسلې اخیستل کیدلي او همدلته په ډیپوګانو کي ساتل کیدلي چي دغه لړۍ اوس هم په لویو مراکزو کي روانه ده، د بهرنیو ځواکونو دغه احتیاطي ګام د طالبانو د نفوذي بریدونو مخه ونه نیول بلکه (زرغون پر آبي) بریدونو دوام وکړ چي وروستۍ بېلګي یې د کندهار او هرات پېښي دي.

د قطر هیواد په پلازمېنه دوحه کښي د طالبانو سره د امریکایي جګ پوړو چارواکو ناستي، په پاکستان کي د ملاعبدالغني برادر خوشي کیدل، د راپورونو له مخي د امریکا له لوري د خپلو سلو تنو پوځیانو د هوسا کولو په پلمه ایستل هغه څه دي چي د افغان جګړې څخه د امریکایانو ستړیا په ډاګه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: