د طالبانو له دعاګانو وروسته افغانستان کې بارانونه پیل شوي

له میاشتو میاشتو تندې او وچکالۍ وروسته، نن سهار راهیسې د هیواد ګڼو ولایتونو کې ښایسته د رحمت بارانونه پیل شوي دي.

د ترلاسه شویو خبرونو له مخې، د هیواد منځنیو، شمال، شمال ختیځ، ختیځ، جنوب، جنوب لویدیځ او تقریبا په ټول برخو کې بارانو د ځمکې تنده خړوبه کړې ده.

دا بارانونه ایله یوه ورځ وروسته له هغه پیل شول چې د طالبانو مشر شیخ الحدیث هبة الله آخندزاده په ولس د باران غوښتنې لمونځونو ادا کولو غږ وکړ.

پرون په یوه رسینزه اعلامیه کې د طالبانو مشر له خلکو غوښتي وه چې وچکالي د الله پاک امتحان دی او د حل لاره یې د باران غوښتنې لمونځ او دعا ده.

د آخندزاده په وینا کې د آیاتو او احادیثو مبارکه په بنسټ خلکو ته ویل شوي وه چې الله پآک ته مخه کړي ترڅو بارانونه وشي.

نن د هیواد له لروبر څخه د رحمت د بارانونو وریدلو خبرونه په پرله پسې ډول ترلاسه کیږي، په داسې حال کې چې هیڅ ځآی د ورانۍ ویجاړۍ او سیلابونو خبر ندی ترلاسه شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: