بهرنیو چارو وزارت: د مسکو غونډې په اړه تراوسه له روسیې سره هوکړه نه ده شوې

عزم: (یکشنبه/۱۳/لړم/۱۳۹۷): د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په مسکو کې د افغان سولې اړوند تراوسه له روسیې سره هوکړه نه ده شوې او لاهم له روسي چارواکو سره خبرې اترې روانې دي.
د یاد وزارت ویاند صبغت الله احمدي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې لا هم د غوندې پر جزییاتو خبرې روانې دي، چې د مسکو غونډه څه وخت او څرنگه ترسره شي.
ټاکل شوې ده، د افغان سولې اړوند راتلونکې ناسته د روانې نومبر پر۹مه په مسکو کې ترسره شي، چې د هندوستان، پاکستان، طالبانو، ترکمنستان، تاجکستان او ایران استازي به پکې برخه واخلي.
طالبانو لا له وړاندې د مسکو ناستې ته د خپلو استازو لېږو پرېکړه کړې؛ خو امریکا او افغان حکومت د دغې ناستې مخالفت کوي.
طالبانو په خپلو مخکېنیو اعلامیو کې ویلي، چې د سولې خبرې یوازې له امریکا سره کوي؛ خو افغان حکومت وايي چې د سولې د خبرو مشري باید دوی وکړي او له طالبانو سره د سولې ناستې باید د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي.
روسیې له دې وړاندې هم په مسکو کې د افغان سولې اړوند دوې ناستې ترسره کړې وې، خو راتلونکې ناستې ته به لومړی ځل وي، چې طالبان به پکې برخه واخلي.