حامد کرزي د روسیې فدراسیون له سفیر ښاغلي الکساندر منتیتسکي سره لیدلي

 

عزم(دوشنبه، ۱۴ لړم ۱۳۹۷) نن دوشنبه د لړم په څوارلسمه د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په خپل کاري دفتر کې د روسیې فدراسیون له سفیر ښاغلي الکساندر منتیتسکي سره وکتل.

نوموړي د افغانستان د سولې په باب د مسکو له راتلونکې غونډې خپله موافقه څرګنده کړه.

همدا راز ویل شوي چې دواړو لوریو د افغانستان د سولې په تړاو د جوړېدونکي کنفرانس په باب هر اړخیزې خبرې کړې دي.

حامد کرزي یادې غونډې ته د افغانستان د سولې عالي شورای له لوري منتخب شوی پلاوی پیاوړی، مناسب او د خوښې وړ وباله.

ټاکل شوې وه چې د مسکو غونډه د روان ۲۰۱۸ کال ستمبر میاشتې په څلورمه نیټه ترسره شي، خو د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه دغه غونډه وروسته له هغه وځنډیده چې امریکا او افغانستان پکې له ګډون کولو نټه وکړه.

یادې غونډې ته د نورو هیوادونو تر څنګ طالبان د سولې شورا پلاوی او د افغانستان یو شمیر سیاسیون هم د ګډون لپاره وربلل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button