امریکا کې یوه کس ۲۵ تنه مړه او زخمیان کړل

عزم: پنجشنبه/۱۷/لړم/۱۳۹۷- امریکا کې یوه وسلوال برید ګر په شرابخونه او ډانس خونه ډزو کې کم له کمه دیارلس کسه وژلي او دوولس زخمیان کړي دي.
پیښه د کلیفورنیا ایالت په تاوزنډ اوکس ښار کې رامنځته شوې ده.
د کلیفورنیا ایالت پولیس وایي چې په یوې میخانې(شراب خونې) او «نڅا خونې» کې یو سړي پر میله چیانو برید کړی او کم له کمه ۱۳ تنه یې وژلي چې زیاتره د کالج محصلین دي.
د پولیسو افسر جیوف دیان رسنیو ته ویلي چې د چهارشنبې په شپه ناوخته (نومبر۷)(د افغانستان په وخت د پنجشنبې ناوخته ماسپښین) په تاوزند اوکس ښار کې دا پیښه رامنځته شوه چې لاس انجلس ښار څخه ۶۵ کیلو مېتره واټن لري.
امریکایي رسنیو ویلي چې ډانس خونه کې د کالج شاګردانو میله جوړه کړې وه چې په غم بدله شوه.
دې پیښه کې یو پولیس افسر هم هغه مهال وژل شوی چې د پېښې ځای ته تر ټولو مخکې رسېدلی او د بریدګر لخوا ویشتل شوی.
وژل شوی پولیس افسر نهه ویش کاله راهیسې په پولیسو کې دنده لرله. اوسمال چارواکي د دې افسر ښځې ته تسلیت وړاندې کوي.