غزني: طالبانو پر مقر ولسوالۍ برید کړی

 عزم (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني ځايي چارواکي وايي، څو شېبې وړاندې طالبانو د مقر ولسوالۍ پر اړوند دفاعي پوستو او دولتي ودانیو پراخ بریدونه کړي، چې اوس مهال د مرادینه په سیمه کې جګړه روانه ده.

د غزني د والي مرستیال عارف واحدي منلې ده، چې مقر ولسوالي د دولت د ولکې په وتلو کې ده او که په سیمه کې د دولتي ځواکونه مرسته ونه شي نو مقر د طالبانو په لاسونو سقوط کېږي.

په غزني کې د سیاسي ګوندونو ځینې استازي وايي، په مقر کې عسکر له بدحالت سره مخ دي او لسګونو عسکرو د جګړې له میدانه تېښته کړې ده.

د غزني د مرکز سربېره ډیری سیمې طالبانو نیولي او تېره اوونۍ د غزني په ښار کې د څو لېږدول شویو ولسوالیو ودانۍ هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې.

طالبانو د ننني برید په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button