د هزاره قوم سیاسي ټیکه داران په غلطه روان دي

أبوعابد
په دې خبره خو دوست او دښمن ټول یوه خوله دي چې د افغانستان په روانه اوولس کلنه جګړه کې هغه څوک چې له امریکایي اشغال نه یې ډیر منفعت وړی او تر ټولو لږ تلفات یې لیدلي دي د افغانستان د مرکزي سیمو اوسیدونکي هزاره ګان دي. دغه سیمې په تیرو اوولسو کلونو کې تر ټولو پُرامنه سیمې وې او ځینو قومي ټیکه درانو او مدني فعالانو خو یې له خارجي اشغالګرو سره دومره پۍ پرې ایښې وې، چې کله امریکایانو د امنیتي تړون له مخې په افغانستان کې د یوولس پوځي اډو د جوړولو اعلان وکړ د بامیان ځینو مدني فعالانو مظاهره وکړه چې باید د دوی په ولایت کې یوه پوځي اډه جوړه شي. خو له دې سره سره طالبان چې د اشغالګرو او د هغوی د ملګرو په خلاف جنګیدل د مرکزي سیمو امریکاپلوو ته یې یو ډول معافیت ورکړی و او هیڅ کار یې نه پرې درلود.
زما په یاد دي، شاوخوا ۸ کاله پخوا یوه ورځ له کندهاره غزني ته په موټر کې تلم، د غزني مقر ته نږدې د لړمې په سیمه کې طالبان سرک ته راوتلي وو او له خلکو یې تذکرې او کارتونه کتل. زموږ سره په موټر کې دوه تنه هزاره ګان چې له لباس او ظاهري جوړښت څخه دولتي کسان معلومیدل هم وو. ما په زړه کې ویل چې که طالبان زموږ موټر ته راغلل نو اول به له همدې هزاره ګانو پوښتنه کوي، ځکه له ظاهري جوړښته دولتي کسان معلومیږي. خو کله چې طالب راغی په ډیر درنښت یې پوښتنه، سلام او کلام پیل کړ، له نورو کسانو یې د ځای پوښتنه وکړه، هزارګانو ته یې یوازې وکتل او هیڅ یي لا نه ورته وویل همداسې یې رخصت کړو.
د غزني ځیني دولتي مبلغین لکه مجید قرار، سید شاه سقیم او ډیر نور هم په دې اعتراف لري او څو کاله یې همدا سرینده وغږوله چې طالبان په هزاره ګانو هیڅ کار نلري.دوی به دا خبره هم ډیره تبلیغوله چې طالبانو د غزني په قره باغي کلي کې هزاره ګانو ته مکمله آزادي ورکړ ې ده او حتی دولتي کسان په دې کلي کې خپلو کورونو ته آزاد تګ راتګ لري. خو د طالبانو له دې ټول یو اړخیز انعطاف سره سره د طالبانو په اړه د هزاره قوم د رهبرانو او نوي تعلیم یافته نسل په خصمانه چلند کې هیڅ نوع نرمي ونه لیدل شوه. دوی په اجتماعي رسنیو کې له اولې ورځې د طالب تر ټولو سخت او کینه ګر دښمن ځان ثابت کړ. د طالبانو خلاف یې فلمونه جوړ کړل، کتابونه یې ولیکل، رنګا رنګ تبلیغات یي وکړل او څه بد یې چې په توان پوره ول ټول یې ترسره کړل. خو طالبانو د دوی په خلاف حتی یوه تش کاغذي اعلامیه هم صادره نه کړه او د هر چا په نسبت یې ښه چلند ورسره وکړ.
دلته زه د ټول هزاره شریف قوم په اړه خبره نه کوم، بلکې یوازې د دې قوم د سیاسي ټیکه دارانو او تش په نامه اروپا میشتو او کابل میشتو مدني فعالانو په اړه وایم، چې په خپل نادرست چلند سره یوازې خپل ځان ته ستونزې ډیروي او د افغانستان دوروڼو قومونو تر منځ بدبینۍ زیاتوي.
په کابل او اروپا کې د هزاره قوم د حقوقو د مدعیانو نادرست او بې انصاف چلند تاسو له دې ارزولی شئ. چې څو کاله پخوا داعشیانو په زابل کې هزاره مسافر وتښتول. څو تنه یې ووژل اونور یې له ځان سره یرغمل کړل. طالبانو په داعش عملیات پیل کړل، ګڼ داعشیان یې ووژل او نیول شوي هزاره ګان یې څه ژوندي راخلاص کړل او څه یې په داسې حال کې وموندل چې داعش ترې سرونه غوڅ کړي وو.
د هزاره قوم مدني فعالانو د همدې داعش وژلیو له موضوع څخه د حضرت عثمان رض کمیس جوړ کړ. ښار په ښار یې وګرځول، په کابل کې د جنبش تبسم په نوم مظاهره را وایسته، د دې په ځای چې د داعش نوم واخلي، د طالبانو په ضد یې شعارونه پيل کړل. حال دا چې طالبانو له دوی سره یوازې دا کړي وو چې د دوی خلک یې د داعش له چړې ژوندي را خلاص کړي وو. په هغه ورځ چې ما د طالب احسان او د هزاره فعالانو نامردي او ناپاسۍ ته کتل نو سخت درد یې راکړ.
د هزاره قوم د ځینو مشرانو او فرهنګیانو ستونزه دا ده چې هرې پیښې ته قومي رنګ ورکوي او قصدا غواړي د خپل قوم په نسبت بدبینۍ او شکونه زیات کړي. طالبانو د امریکا او امریکایي ګوډاګیانو خلاف جهاد اعلان کړی دی. او هر څوک چې له امریکایانو یا دولت سره کار کوي طالبان یې وژني. خو څو کاله مخکې چې طالبانو د بامیانو د ولایتي شوری غړی ډاکټر ضحاک وواژه، هزاره فعالانو بیا شور ګډ کړ چې هلئ د هزاره ګانو جینوسایډ روان دی. دوی ته اصلا دا مفکوره او چلند د حزب وحدت د پخواني مشر عبدالعلي مزاری څخه پاته ده. په کابل کې تنظیمي جنګونه و، هر چا د قدرت او څوکۍ لپاره جګړه کوله، خو عبدالعلي مزاري یو ځل د ( ملت غرب کابل) د اصطلاح په رامنځته کول سره ځان د افغانستان له ملت څخه ویوست او وروسته یې ویل چې زموږ په خلاف جګړه نه سیاسي ده او نه مذهبي بلکې نژادي جګړه ده او هر څوک چې په قوم هزاره وي، تاجکان اوپښتانه یې ژوندی نه پریږدي.
موږ پوهیږو چې عام هزاره ګان دا ډول فکر نه لري، هغوی د افغانستان د ستر ملت لاینفک جزء دي، چې پیړۍ پيړۍ یې له خپلو وروڼو قومونو سره د سولې او صفا ژوند کړی دی. مګر د هر قوم د ځینوقومی ټیکه دارانو او متعصبینو په شان د دوی سیاسیون او ځیني کم عقله ځوانان هم هڅه کوي د قومي حساسیتونو په پارولو سره خپل نفوذ او ملاتړ زیات کړي او عاموخلکو ته ځان د غمخوار په حیث معرفي کړي.
د جاغوري او مالستان د موضوع په اړه چې زه څومره معلومات لرم، واقعیت دا دی چې طالبانو نه د هزاره قوم په خلاف عملیات پیل کړي او نه دومره سطحي فکر لري چې د یو مکمل قوم دشمني په غاړه واخلي. طالبان د غزني ولایت دعمومي تصفیې او دلته د حکومتي حاکمیت د سقوط پلان لري. هغوی د ولایت په جنوبي او مرکزي ولسوالیو کې دولتي واک ته د پای ټکی ایښی او اوس یوازې شمالي هزاره میشتې ولسوالۍ پاته دي. په دې سیمو کې د طالبانو هدف یوازې دولتي عسکر او چارواکي دي نو ځکه دې هیڅوک دې موضوع ته قومي رنګ نه ورکوي او نه دې هم په خړو اوبو کې ماهیان نیسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button