طالبان: حکومت دې له قومي ملېشو جوړولو څخه لاس واخلي

عزم(پنجشنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۷): طالبانو د افغان حکومت هغه کړنه غندلې، چې په دې وروستیو کې یې د قومي ملېشو جوړولو لړۍ چټکه کړې او د طالبانو جګړه یې د ځینو لږه‌کیو پرضد ښوولې ده.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني په خپلو ورستیو ولایتي سفرونو کې ځینو ولسونو ته داسې فکر ورکړی، چې طالبان د یوه خاص قوم او یا مذهبي تعصب په بنا جګړه کوي.
«په دې ورستیوکې د کابل ادارې مشر اشرف غني ځینو ولایاتو ته د سفر په مهال د سیمي میشتو اولسونو ته د داسي فکر ورکولو هڅه وکړه چي ګویا مجاهدین له هغوی سره د خاص قومي یا مذهبي تعصب په بنا جګړه کوي او د هغوی سر او مال ته ځانګړی خطر متوجه دی. بیا یې نو په همدې پلمه هغوی ته قومي ملیشې او کنډکونه ور منظور کړل چې وروستی اقدام یې د بامیانو ولایت ته د پنځه سوه سیمېزو ملیشو منظوري وه.»
طالبانو د ګډ حکومت دغه کړنه د کمونیستي رژیم د وروستۍ هڅې په شان بللې، چې د خپل زوال په وخت کې یې د ګلمجم، کیهان، جبار او نورې قومي ملېشې جوړې کړي، چې حکومت ته یې د ګټې پر ځای ډېر زیان وکړ.
«د افغانستان اسلامي امارت د کابل اداري دا ډول پردي پال او د ملي ګټو ضد حرکات د پخواني کمونستي رژیم د وروستیو ناکامو هڅو بیا تکرار بولي چې د خپل اقتدار د زوال په وخت کي یې د ګلمجم، کیهان، جبار او نورو ملیشو بنسټ یې کېښود، قومي کنډکونه یې جوړ کړل او د سترو جنایاتو، چور، چپاول، وحشت او پراخو خونریزیو بنسټ یې کېښود؛ خو له دې ټول وحشت سره سره یې کمونستي رژیم ته د ګټي پرځای تاوان وکړ او کوم درد یې پري دوا نه شو.»
طالبانو یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې په جاغوري، مالستان او خاص روزګان کې یې جګړه قومي نه ده، بلکې په دغو ولسوالیو کې حکومتي ځایونه نیسي او له منځه به یې وړي.
«اوس چې بیا د کابل لاسپوڅی رژیم د ژوند وروستۍ سلګۍ وهي او د خپل نجات لپاره ولسونه تیرباسي دا ډول غیر ملي او د ټولو منل شویو ارزښتونو خلاف حرکت به هیڅ فایده هم ورته ونه کړي.
اسلامي امارت یوځل بیا په صراحت سره اعلانوي چې د مالستان، جاغوري او خاص ارزګان په شمول د هیواد په بېلابېلو برخو کې زموږ د عملیاتو موخه یواځې د دښمن نظامي اهدف او کسان دي، د سیمې ملکي خلک زموږ هیوادوال دي چې د سر، مال او عزت ساتل يې د اسلامي امارت د هر مجاهد دنده ده.»
طالبانو په خپله اعلامیه کې هغو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې په غزني او روزګان کې جګړه قومي بولي او دغه خلک یې خپل هدف هم ګرځولي دي.
«په یادو عملیاتو کې هيڅ ملکي کس، کور او ځای ته زیان نه دی رسیدلی او نه هم مجاهدین د داسې کولو اجازه لري. خو هغه کړۍ چې د قوم، مذهب او ځينو نورو تعصباتو د راپارولو په منظور د سیمې خلکو ته ناسم ذهنیت ورکوي، یا داسې پروسي عملي کوي او د کابل د شړیدلي ادارې د بقا لپاره تعصبي لښکري جوړوي د مجاهدینو عملیات او کړنې د ملکي خلکو په ضد بولي هغوی ته جدي خبرداری ورکوو چې د اسلامي امارت استخباراتي مسئولین به د داسې لوی خیانت د مرتکبینو جدې څارنه کوي او عندالموقع به مناسب ځواب ورته ووایي.»
طالبانو له ټولو هزاره وو غوښتي، چې خپل زامن د حکومت له نظامي لیکو راجلا کړي او که څوک بیا هم روانه جګړه مذهبي او قومي وبولي، سخت ځواب به ورکړي.
«موږ د دغې اعلامي په خپرولو سره خپلو هزاره هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د عملیاتو په مهال به د دوی املاکو، سر او عزت ته هيڅ زیان نه رسیږي، که د چا زامن او خپلوان د کابل ادارې په نظامي لیکو کې دنده لري هغوی دې د دښمن له لیکو را وباسي ژوند يې په امن دی. د دغه خبرداري له خپریدو څخه وروسته که هرچا او هر نهاد د افغانانو ترمنځ د نفرت اچولو هڅه وکړه، بیا د هيڅ ډول شکایت حق نه لري.»

له طالبانو له خپلو جنګیالیو هم غوښتي، چې د دغه خبرداري څخه سرغړوونکي دې وڅاري او د اسلامي امارت محکمو ته دې ورسپاري.
«اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښونه کوي چې د دغه خبرداري څخه سرغړوونکي کلک تعقیب کړي، هرځای چې په لاس ورشي توقیف دې يې کړي او د اسلامي امارت محاکموته دې يې وسپاري.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: