امریکا کې ځنګلي اور: ۱۵۰۰ تنه مړه او ورک دي

عزم: دوشنبه/۲۸/لړم/۱۳۹۷- د امریکا په جنت (Paradise) نومي ښارګوټي کې د لمبو شور لا هم ندی کنټرول شوی او تراوسه یې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه مړه او تری تم کړي دي.

د کلیفورنیا ایالت په شمال کې د پراډایس (جنت) په نوم ښارګوټی شاوخوا ۱۵ ورځو راهیسې د اور لمبو کې سوځیږي او شاوخوا لس زره ودانۍ یې سوځولې دي.

د چارواکو په وینا په دې اورلګیدنه کې د ورکو کسانو شمېر ۱۳۰۰ ته رسېدلی او د ژغورنې چارواکي په دې اند دي چې دغه کسان د اور لمبو کې سوځیدلي او بیخي څرک یې نشته.

د کلیفورنیا دغه سیمه د بحر غاړې ته ځنګلي او په شنو ونو پټه سیمه ده چې د ښایست له کبله یې پاراډایس یا جنت په نوم یادوي.

تر دې دمه ترې ۴۶ زره کسان له دې ښارګوټي تشتیدلي او په لنډ مهالو خیمو او حتی خپلو موټرو کې ورځې شپې سبا کوي.

د اور وژنې ډلې زرګونه کارکوونکي اوس مهال په سیمه کې دي خو تر اوسه په خپلو هڅو کې ناکام دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د ځنګل ساتنې په چارواکو ددې لور خپریدو پړه اچولې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: