زلمي خليلزاد د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر سره ولیدل

 

عزم(دوشنبه، ۲۸ لړم ۱۳۹۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن ورځ د افغانستان د ملي امنیت له پخواني سلاکار ښاغلي حنیف اتمر سره وکتل.

د اتمر د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نوموړي له خلیلزاد سره په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې او مذاکراتو د بهیر په اړه خبرې اترې وکړې.

همدا راز ویل شوي چې اتمر له خلیلزاد سره د افغانستان په روان سیاسي، امنیتي، ولسمشریزو ټاکنو او بیلا بیلو برخو خپل نظر او وړاندیزونه شریک کړل.

اتمر ویلي چې خلیلزاد ډاډ ورکړی، چې د سولې خبرې او مذاکرات به د افغانانو په مشرۍ پر مخ وړل کیږي او د امریکا به له دغه بهیر څخه ملاتړ کوي.

تیره ورځ رسنیو کې د خلیلزاد او طالبانو د خبرو په اړه ویل شوي وو چې په لنډ مهالي حکومت یې سره توافق کړی دی، خو اتمر وایي: چې خلیلزاد ورته ویلي چې له ټاکنو وړاندې د لنډمهالي ادارې پر رامنځته کیدو یې له طالبانو سره هیڅ خبره نده شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې اتمر د نورو خبرو ترڅنګ ورته ډاډ ورکړی چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره کیږي.

خلیلزاد له قطر څخه تر راګرزیدلو وروسته له یو شمیر افغان چارواکو سره کتلي دي او د افغان سولې په اړه یې سلا مشورې کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button