محقق: امریکا یواځې هڅه کوي، له افغانستان د وتلو لار پیدا کړي

 

عزم(سه شنبه، ۶ لیندۍ ۱۳۹۷) د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق له اسپوتنیک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي امریکا یواځې هڅه کوي چې له افغانستان د وتلو لار پیدا کړي.

هغه زیاته کړې چې امریکا اوس مهال دا اراده نلري چې وسلوال وځپي بلکې هڅه کوي تر څو ځان ته د وتلو یوه نه یوه لاره پیدا کړي او وتښتي.

محقق همدا راز ویلی چې داعش دا مهال افغانستان کې د نشت برابر شتون لري چې یواځې ننګرهار سرپل، او جوزجان کې یې کم شمیر جنګیالي اوسي.

هغه ویلي طالبانو ننګرهار کې داعش ته ماته ورکړې او دغه ډله اوس ډیر کم او په څو سیمو کې فعالیت کوي چې مخه یې حکومت نه بلکې طالبانو نیولې ده.

محقق همدا راز ویلي چې طالبان دا مهال د هیواد په دیرش فیصده خاوره واک لري او د دوی تر تسلط لاندې ده.

محقق داسې مهال د طالبانو تر واک لاندې د دیرش فیصده خاورې خبر کوي چې سیګار بیا په خپل څیړنیز راپور کې د طالبانو واک په اویا فیصده او د حکومت په دیرش فیصده ښودلی وو.

د یادونې وړ دی چې امریکا یي او افغان چارواکي اوس ټول په یوه نظر دي او وایی چې امریکا هڅه کوي تر څو په یوه معقوله لار له افغانستان څخه د وتلو بهانه پیدا کړي او وتښتي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button