کابل: د بهرنیانو پر میلمستون برید روان دی

 

عزم(چهارشنبه، ۷ لیندۍ ۱۳۹۷) نن ماخوستن مهال د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند د سرک نو سیمه کې د بهرنیانو پر یو میلمستون برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي برید د G4s په نوم د بهرنیانو په یو کمپ ترسره شوی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې پدغه سیمه کې د افغان ځواکونو یو کمپ هم شتون لري.

یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي چې دغه کمپ کې بهرنیان کورنیو ځواکونو ته روزنه ورکوي چې دواړه شتون لري.

همدا راز ویل شوي لومړی چاودنه ترسره شوې وروسته بریدګر میلمستون ته ننوتلي او په بهرنیانو یې بریدونه پیل کړي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې ندی منلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button