بدخشان او هرات کي ۱۰۰ نجوني مسمومي شوي

دهرات او بدخشان په ولایتونوکي ۱۰۰ نجوني مسمومي شوي دي.

دهرات دروغتون ډاکټرانو ویلي، چي دهرات ښار داستقلال دښوونځي ۵ نجوني مسمومي شوي دي، چي اوس مهال په روغتون کي تر درملني لاندي دي.

ډاکټرانو ویلي، چي دغه نجوني دیوه ډول بوی له امله مسمومي شوي دي، چي تراوسه مشخص شوی نه دی.

دهرات امنیتي چارواکو ویلي، چي دوی دپيښي په اړه پلټني پيل کړي دي.

په هرات ولایت کي وړاندي هم دغه ډول پيښي رامنځ ته شوي دي، خو تراوسه یې لامل څرګند شوی نه دی.

په ورته وخت کي دبدخشان په ولایت کي دیوه ښوونځي ۵۰ نجوني په یوه نامعلومه ناروغۍ اخته شوي دي.

دبدخشان دروغتون ډاکټرانو ویلي، چي له دغو نجونو څخه یې ۱۸ دکوما په حال کي دي.

راپورونه وايي، چي تراوسه دبدخشان دروغتون ډاکټران نه دي توانیدلي، چي معلومه کړي، چي دغه نجوني په څه ډول ناروغۍ اخته شوي دي.

ویل شوي، چي دغه نجوني اوس په روغتون کي تر درملني لاندي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button