نيوزيلنډ انګلستان ته کرېکټ لوبه کې ماتې ورکړه

عــزم (23 غبرګولی 1394) انګلستان او نیوزیلینډ ترمينځ په دويمه یوه ورځنۍ کرېکټ  لوبه کې یواځې ۱۳ رنزونو په تفاوت نيوزيلنډ لوبډلې  انګلستان ټيم ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه د اوول لوبغالي کې تر سره شوه په پیل کې پچه د نیوزيلینډ لوبډلې وګټله او د بیټینګ پریکړه يي وکړه .

نيوزیلينډ په خپل توپوهنه کې په ۵۰ ټاکلو اورونو کې ۳۹۸ منډې د پنځه لوبغاړو په سوځيدو سره انګلستان ته هدف ورکړ .

انګلستان غوره توپوهنه وکړه تر پایه دا اټکل کېده چې لوبه به ضرور انګلستان په ګټه پاي ته رسیږي خو  بیا نتیجه بالعکس وخته .

لوبه د نیوزیلينډ کپتان مېکم او ګپټل په ګډه پیل کړه تر ۶۱ منډو پورې يي شراکت وکړ .

او غوره لوبه  راس ټیلر وکړه چې ۱۰ څلوريزې ۴ شپږيزې ووهلې ۱۱۹ منډې وکړې ویلیمس په د ۱۲ څلوریزو او یوې شپږیزي په مرسته په ۸۸ بالونو ۹۳ منډې وکړې ګپټيل ۴۵ بالونو ۵۰ رنزونه وکړل  .

په ځوابکې  انګلستان لوبغاړو له لوري ښه توپوهنه هيلز وکړه چې په  ۴۹ توپونو ۵۴ منډې وکړې او مورګين تیز ولوبېده ۶ يي شپږيزې ووهلې او ۶ څلوريزې چې په مټ يي ۸۸ منډې په ۴۷ توپونو جوړې کړې او پلنېکټ دوه څلوریزې او درې شپږيزو په مټ يي ۳۰ ټوپونو باندې ۴۴ منډې وکړې .

انګلستان بیرته په ۴۶ ټاکل شوو اورونو کې  ۳۶۵ منډې وکړې چې د ۱۳ منډو په توپير يي لوبه له لاسه ورکړه .

د باران لامله  انګلستان لپاره ۴۶ اورونه وټاکل شول چې  ۳۷۹ منډې يي پرې جوړې کړې .

سميع شينواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button