زلمی خلیلزاد پاکستان ته په دریم سفر تللی

 

عزم(چهارشنبه، ۱۴ لیندی ۱۳۹۷) د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‎زاد پرون سې شنبه په یو رسمي سفر اسلام‎اباد ته تللی.

نوموړي هلته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په شمول له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې اترې کړي دي.

له زلمي خلیلزاد سره تر لیدلو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې دوی د قریشي له لوري د امریکا استازي ته ډاډ ورکړل شوی چې دوی د افغانستان د سولې په برخه کې کلکه همکاري کوي.

بلخوا بیا د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون یوې ډلې بهرنیو خبریالانو ته ویلي، چې دوی له افغان طالبانو باربار غوښتي چې د سولې خبرو ته کیني خو دوی نشي کولی چې سولې ته یې اړ کړي.

هغه زیاته کړې چې دوی پر طالبانو هومره اغیر نلري څومره چې ویل کېږي.

خلیلزاد داسې مهال پاکستان ته سفر کړی چې دوه ورځې وړاندې امریکایي ولسمشر ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته یو خط استولی وو او له هغه څخه یې د افغان سولې په اړه مرسته غوښتې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button