لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو د تحصیلي نصاب د بدلون خبره کړې

عزم(چهار شنبه، ۱۴ لیندۍ ۱۳۹۷): د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین وايي، لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب د پرمختګ او بیاکتنې په برخه کې ۱۶۵ تحصیلي څانګې د بیاکتنې په پلان کې شاملې کړې دي، چې له دې جملې د دوو کلسترونو(حقوق او کرنې) بیا کتنه بشپړه شوې او تمه ده، چې د روان کال تر پایه به د ۶۵ نورو کلسترونو بیا کتنه هم بشپړه شي.
د امین په خبره، په هېواد کې د پوهنتونونو درسي نصاب بیا کتنه غواړي او د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې په پوهنتونونو کې ټول نصاب د اوسني وخت له اړتیاوو سره برابر کړي.
نوموړي نن په کابل کې د خبري غونډې پر مهال وویل، په روان کال کې یې ۱۷ دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه د اعتبار ورکولو په بېلابېلو پړاوو کې شامل کړي، د ۱۲ تحصیلي بنسټونو په اړه یې هر اړخیزه څېړنه کړې او په ټول هېواد کې یې د ۴۵ طبي مرکزونو د ارزونې پروسه هم بشپړه کړې ده.
د لوړو زده کړو وزارت داسې مهال د پوهنتون د تحصیلي نصاب د بیا کتنې خبره کوي، چې اوس مهال د هېواد په ډېرو پوهنتونونو کې ۵۰ کاله مخکې چپټرونه او کتابونه تدریس کېږي.
د لوړو زده کړو وزارت د هېواد په ډېرو ولایتونو کې خصوصي پوهنتونونو ته اجازه ورکړې، چې تحصیلي نصاب یې غیر معیاري او خپلسری دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button