طالبانو د مولوي ميراحمد ګل وژنه لويه ضايعه او نه جبرانيدونکی زیان بللی

11412324_781012558684159_2720822342640386842_n

(عزم : يکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل)

د طالبانورهبري شورا نن په يوه اعلاميه کې د دوی له خوا دننګرهار د والي  مولوي میراحمدګل هاشمي وژنه غندلې او دا يې نه جبرانيدونکی زيان بللی دی. په اعلاميه کې راغلي چې مير صاحب خپل ژوند په درس تدريس،جهاد او د مسلمان ولس په سوکالۍ کې تېرکړی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې دښمن به دمير صاحب په شهيدولو سره خپلو شومو هيلو ته ونه رسیږي او په دې توګه به دوی د اسلامي امارت مستحکم صف کمزوری نه کړي،په اعلاميه کې د مير صاحب کورنۍ،دوستانو او ملګرو ته هم تسليت ويل شوی دي.
د يادونې وړ ده چې مولوي مير احمد ګل هاشمي د طالبانو له خوا د ننګرهار ولايت مسؤل و  چې د تېرې جمعې په ورځ په پېښور کې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button