د غزني برېښنا پرې شوې ده

عزم(پنجشنبه، ۲۲ لېندۍ ۱۳۹۷): د برېښنا شرکت مسوولین وايي، غزني ته له کابله وارداتي برېښنا په شلو ځایونو کې پرې شوې ده.
د برېښنا شرکت اجراییه مشر امان الله غالب وايي، له کابله غزني ته برېښنا د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې پرې شوې؛ خو نوموړي ونه ویل چې د برېښنا مزي چا پرې کړي دي.
نوموړي له ځايي مسوولینو وغوښتل چې د دې ستونزې په هواري کې ورسره مرسته وکړي.
دی وايي، هغو خلکو ته یې پیسې ورکړې دي، چې په ځمکو کې یې د برېښنا ستنې لګول شوې؛ خو بیا یې هم د برېښنا مزي پرې کړي دي.
د غالب په خبره، ځايي خلکو ته یې ۱۷۷ میلیونه افغانۍ پخوا ورکړي دي.
په هېواد کې د اوبو د پراخه زېرمو سره ـ سره بیا هم ځینو ولایتونو ته وارداتي برېښنا ورکول کېږي، چې وخت ناوخت یې ځايي خلک مزي پرې کوي او برېښنا پرې قطع کوي.
درې میاشتې وړاندې د جلال اباد برېښنا د لغمان په بادپښ سیمه کې پرې شوې وه، چې یوه نیمه میاشت وروسته یې ځايي خلکو د برېښنا مسوولینو ته د مزو تړلو اجازه ورکړه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button