لوګر: ترافیکي پیښه کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(شنبه، ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۷) د لوګر مرکز التمور سیمه کې د کابل ګردیز په لویه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د مرکز اړوند التمور سیمه کې رامنځته شوې.

احمدزي ویلي چې پیښه د يو سراچه ډوله موټر او مارسډيز د ټکر له امله رامنځته شوې ټکر کړى چې دواړو موټرو کې ٧ کسان وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.

د لوګر ولایت د یو روغتون ډاکټر ویلي چې له دغې پیښې ورته ٧ مړي او ٧ ټپيان ور وړل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي چې د درېيو ټپيانو روغتيايي وضعیت د خرابوالي له امله یې هغوى کابل ته ولېږدول.

افغانستان کې ترافیکي پیښې زیاتره د موټرچلوونکو د بې احتیاطی له امله رامنځته کیږي چې دغه پیښه هم همداسې ښودل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: