د اسلامي امارت له خیرخواهۍ او تدبر مالامال موقف

لیکوال:حنیف عبدالله

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي : الدین النصیحة… رواه مسلم . دین خیرخواهي ده.درسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول خوراپراخه او شامله معنی لري،تردې چې د نبوي احادیثو مشهور حافظ او عالم محمدبن أسلم الطوسي ویلي چې دې حدیث د دین یوه بشپړه ربع احتوا کړې ده، یعني داچې د مؤمن یوه له سترو وظایفو داده چې د خیرخواهۍ جذبه ولري، ددین خیرخواه واوسي، د ځان خیرغوښتونکی وي، دولاتو او شرعي امیرانو خیرغوښتونکی وي او بالاخره د ټولو مسلمانانو خیرخواه واوسي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د یوه مسلمان لپاره په بل مسلمان شپږ حقوق ثابت بللي یو حق په کې د نصیحت او خیرخواهۍ دی،مسلمانان په خپل منځ کې یو پربل د خیرخواهۍ حق لري، چې هر یو باید دبل خیرغوښتونکی واوسي اود خپل منځي شر له پیښیدو څخه جلوه ګیري وکړي.

په اوس وخت کې د افغانستان په سطحه یوه نوې او حساسه مسئله د جهادي متحد صف اسلامي امارت په وړاندې د عراق او شام د دولت اسلامي تر نامه لاندې د مسلحو کسانو راپاڅیدل دي،چې دافغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې یي څرکونه لیدل شوي دي.

تراوسه دا نه ده معلومه چې د عراق او شام د اسلامي دولت مشرتابه او په خاص ډول ابوبکر البغدادي تر کومه حده په اورکزو او ننګرهار کې د خلافت د بیرغدارانو له ورځنیو کړنو او جاري فعالیتونو سره توافق لري،خو په دې کې شک نشته چې د عراق او شام دولت همدغه کسان په جنوبي آسیا کې رسما خپل استازي بللي دي او په افغانستان کې یي ورته د فعالیت قومنده ورکړې.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت عملا د نړیوال کفر سره  په جګړه بوخت دی او د نړۍ د نږدې ۵۰ هیوادونو طاغوتي پوځونه یي له شکست او مختورۍ سره مخامخ کړي دي،په ننګرهار کې د نویو راپاڅیدلو مشبوهو وسلوالو د تعرض په وړاندې اسلامي امارت یوازي د ځاني دفاع دنده ترسره کړې او د پراخ متقابل برید او تصادم په ځای یي اساسي ترکیز د جوړجاړي او تفاهم په هڅو کړی دی، اسلامي امارت دمسلمانانو ترمنځ د وینو توییدنې د مخنیوي په خاطر له څو میاشتو راهیسې ددې جنجال د خاموشه کولو اصلاحي هڅه کوي،مقابل جانب ته د علماء کرامو، سپین ږیرو او خیرخوا اشخاصو پلاوي لیږي تر څو موجوده نزاع له منځه لاړه شي.

د اسلامي امارت د همدې خیرخواهانه هڅو په لړ کې مې همدا نن په یوه لیک سترګې ولګېدې چې داسلامي امارت د مشرتابه شوری لخوا د اسلامي امارت د نائب ملااخترمحمد منصور په امضاء د اسلامي دولت مشر ابوبکر بغدادي ته استول شوی دی.

دغه مهم لیک مې تر پایه ولوست چې له محتوی څخه یي داسلامي امارت د متعهدانه، مدبرانه او خیرخواهانه موقف په اړه نور شواهد هم په لاس راغلل.

د هر اسلامي فرد او ډلې ایماني دنده ده چې په هر ډول حالاتو او له هرچا سره په تعامل کې یوازې د اسلامي لارښوونو او قوانینو په مبنا چلند او تعامل وکړي،اسلامي امارت او اسلامي دولت دوه بیلابیلې اسلامي ډلې دي، اسلامي امارت په یاد شوي لیک کې له یوه مسلمان جهت سره د ددیني تعامل مسؤلیت په بشپړه توګه ترسره کړی او خپل پیغام یي کټ مټ له شریعت سره موافق د اسلامي دولت په ادرس ابلاغ کړی دی.

الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم او دهغه د ملګرو په اړه فرمایلي : اشداء علی الکفار رحماء بینهم … د کفارو په وړاندې سخت او د خپلو مسلمانانو په مقابل کې مهربانه یا نرم دي … اسلامي امارت خپل پیغام د همدې آیت په موافقت په ډیره نرمه ژبه د اسلامي دولت مشرتابه ته وړاندې کړی ،خبره یي په مسنون سلام اونیکو هیلو پیل کړې او بیا یي د نړیوال کفر په وړاندې د جهادي صف د متحد ساتلو په اړه له خیرخواهۍ ، صمیمت او دیني اخوت څخه ډکې څرګندونې کړي دي.

د اسلامي امارت مشرتابه په خپل لیک کې د تورو دویستلو او د غشو د تیرولو باټې نه دي ویشتې، ځکه تورې او غشي یوازې د کفارو لپاره دي،بلکې په صمیمانه ژبه او قوي استدلال سره یي دا خبره روښانه کړې، چې همدا اوس د افغان مجاهد ملت او ټول عالم اسلام خیر په دې کې دی، چې په افغانستان کې د کفري یرغل په وړاندې جهاد د تیرې لسیزې په شان په متحد صف کې جریان پیدا کړي، موجود نظم ګډوډ نه شي،په صف کې انشقاق او تفرق ته اجازه ورنکړل شي، ځکه که دغه  متحد صف د نزاع ښکار شي نو ضرور به د نورې نړۍ غوندې دلته هم کفار د جګړې میدان ګټي، او مسلمانان به یوځل بیا له  شکست او فشل سره مخ کیږي، ځکه الله تعالی موږ ته خورا په روښانه ټکو ویلي دي چې : وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ…. الانفال . ژباړه: د الله او دهغه د رسول اطاعت وکړئ او خپل منځي نزاع مه کوئ کنه ختم به شئ او باد به مو ووځي .

د اسلامي امارت د پیغام نهایي او مجموعي مطلب یوازې همدا دی، چې اسلامي دولت دې په افغانستان او نوره نړۍ کې د موجوده بریالیو جهادي صفوفو نظم نه خرابوي او نه دې هم د هغوی ترمنځ د خواخوږۍ او ورورولۍ فضاء له منځه وړي،دا چې د افغانستان په سنګر کې ناست مجاهد د عراق له مجاهد سره خواخوږي لري او دعاګانې ورته کوي، او په هر درد یي ځان دردمن بولي دغه د اخوت رشتې دې د جبر،تعرض او غټ بازۍ په قچي نه غوڅوي او نه دې د نړیوال جهاد په صفوفو کې د نزاع فتنې ویښوي، کنه  بیا به د درست عالمي جهادي صف زور ختم او صلابت له منځ لاړ شي، کفار به خوشاله او مؤمنین به خسته او شکسته شي او ددې فشل ټوله ګناه به د نزاع کرونکو په غاړه وي .

د نړیوال جهاد مبتکر مغز اود القاعدة تنظیم عبقري شخصیت شیخ أبومصعب السوري فک الله أسره په خپل ارزښتمن کتاب  دعوة المقاومة العالمیة الاسلامیة کې چې کله د عالمي کفر په وړاندې د نړیوال جهاد په مجالاتو بحث کوي، نو د اسلامي نړۍ د هرې جغرافیې حالات او شرایط بیل بیل تعریفوي او د هماغه اولس او هیواد کلتوري،جغرافیوي،اقتصادي او نورو مشخصاتو ته په پام سره د هغوی د حال موافق جهادي برنامه پیشنهاد کوي.

نوموړی په دې نظر دی،چې تپل شویو جغرافیوي حدودو اسلامي اولسونه سره ویشلي او د اسلامي نړۍ د یوې جغرافیې شرایط بلې ته د ځمکې او اسمان هومره فرق کوي، نوځکه لازمه ده،چې د هرې جغرافیې شرایطو ته په پام سره د هغوی دحال موافق جهادي برنامه په مخ یووړل شي، نړیوال جهاد یا د کفر په وړاندې نړیوال اسلامي مقاومت باید په بیلابیلو جبهاتو کې، له بیلابیلو مؤثرو برنامو سره خو د یوه مشترک هدف لپاره ادامه پیدا کړي چې هغه اسلامي امت ته اسلامي نظام او تیر برم راستنول دي .

د نړیوال جهاد په اړه د شیخ أبومصعب السوري دکتورین ته په پام سره د افغانستان د حال او شرایطو موافق تر ټولو مؤثر او پاییدونکی جهادي صف یوازې دافغانستان اسلامي امارت دی، چې په تیرو دوو لسیزو کې یې د نظام جوړونې،جهاد او یرغل شنډولو په بیلابیلو مواقعو کې امتحان ورکړی، په یادو ټولو ازموینو کې کامیاب ثابت شوی، د خپل مسلمان اولس زړه او اخلاص یی له ځان سره ساتلی، د نړۍ له مسلمانانو او جهادي حرکاتو سره یي همیشه د خواخوږۍ او اخوت اسلامي  تعامل پاللی ، نه یوازې یي د خپلې مربوطه جغرافیې اوسیدونکي مسلمانان د کفر له فکري،پوځي او سیاسي اشغال څخه ساتلي بلکې د نړۍ له لراوبر څخه یي زرګونو مستضعفو مسلمانانو ته په خپله پراخه غیږ کې د خوندي اوسیدو زمینه برابره کړې ده.

اسلامي امارت او هر د عقل او شعور څښتن په دې پوهیږي،چې دافغانستان په شرایطو او دلته د جهاد د بریا په رازونو له ابوبکر بغدادي څخه ملامحمد عمر مجاهد ښه علم لري،د اورکزو د ټوپکوالو په نسبت د امارت طالبان د افغانستان په خلکو او اولس کې ژور نفوذ او محبوبیت لري، دافغانستان په کلیو او ښارونو کې ښه بلد دي، د افغانستان اشغالوونکي یرغلګر او د هغوی محلي ملاتړي، منافقین او مرتدین ښه پیژني او له هغوی سره د مقابلې شل کلنه تجربه لري،اسلامي امارت له کفر څخه د افغانستان دازادۍ لپاره  اړین  علم،قوت،بشري ځواک،تجربه ،نظامي لرلید او ټول څه له ځان سره لري او ان شاءالله دالله تعالی په کومک له دې عهدې په کامیابۍ سره وتلی شي.

دې ته په پام سره هیڅ اړتیا نشته چې دلته د جهاد په نامه یو بل داسې موازي صف پرانیستل شي،چې یوازې د مسلمانانو ترمنځ د خپل منځي نزاع او بالاخره عمومي فشل او ناکامۍ سبب ګرځي . لاقدرالله

د اسلامي دولت په ادرس لیږل شول د اسلامي امارت پیغام په بشپړه توګه له دیني خواخوږۍ،خیرخواهۍ او تدبر څخه مالامال دی، داسلامي دولت مشرتابه او محلي ملاتړي باید دغه پیغام په عمیق نظر مطالعه کړي،اسلامي دولت او اسلامي ترخپل منځ په یوه بل د خیرخواهۍ حق لري،اسلامي امارت خپل د خیرخواهۍ پیغام او نیکه مشوره اسلامي دولت ته وړاندې کړه اوس په اسلامي دولت او ملاتړو یي ده چې خپل دمسلمانۍ ثبوت وړاندې کړي هغه داچې د اسلامي امارت خیروغواړي، د قوت او لا مضبوطتیا لپاره یې لاس په کار شي او دلته دجهادي نظم د تخریب په ځای په کومه بله جغرافیه کې جهادي بهیر راژوندی کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button