دروڼتیا د څار بنسټ: د عامو خلکو په ژوند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی

عزم(دوشنبه، ۳ مرغومی ۱۳۹۷): د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وايي، د تېر یو کال په تېرېدو لا هم د عامو خلکو په ژوند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، بلکې ژوند یې لا خراب شوی دی.
د یاد بنسټ غړی ناصر تیموري وايي، د تېر مالي کال په پراختیايي بودیجه کې فساد، سیاسي نفوذ او د عامو خلکو د نظریو نه موجودیت د دې لامل شوی دی، چې د خلکو په اقتصادي وضع کې د پام‌وړ بدلون رانه‌شي.
دی وايي، د نورو بنسټونو سره یو ځای یې د تېر کال د بودیجې په اړه څېړنه کړې، چې له مخې یې ۳۰ سلنه بودیجه ورکه شوې ده او یا هم پکې پراخ اداري فساد شوی دی.
د ده په خبره، یو شمېر سیاسیون او لوړ پوړي چارواکي توانېدلي چې پراختیايي پروژې د ځان په ګټه له یو ولایت نه بل ولایت ته ولېږدوي او پراخ فساد پکې هم وکړي.
تیموري پر ولسمشر غني هم نیوکه وکړه، چې په ولایتي سفرونو کې د هغو پروژو نومونه اخلي، چې په ملي او تدارکاتي بهیر کې شاملې نه وي؛ خو دی بیا هم خلکو ته ژمنې ورکوي، چې دغه پروژې به پلي کړي.
د افغان حکومت مالي کال د مرغومي په لومړۍ نېټه پیلېږي، چې د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ځانګړي شوي، چې ۱۲۴ میلیارده یې پراختیايي بودیجه ده.
تېره اوونۍ ولسي جرګې ویلي وو، چې پنځه هغه وزیران به استجوابیه غونډې ته راوبولي، چې بودیجه یې مصرف کړې نه ده.
د ګډ حکومت وزیران داسې مهال خپله انکشافي پروژه نه شي لګولی، چې افغانان لا هم د ژوند لومړیو اړتیاوو ته لاس رسی نه لري او اقتصادي حالت یې خورا ډېر خراب دی.
ولسي جرګې تراوسه ۱۳۹۸ مالي کال بودیجې ته رایه نه ده ورکړې، چې له امله یې دولتي کارکوونکي له څو میاشتو راهیسې بې معاشه پاتې شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button