هلمند: معترضو نوماندانو پرلت وهلی

عزم(شنبه ۸ ۰مرغومی ۱۳۹۷): په هلمند کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ناکامو نوماندانو د ټاکنو پر سیمه‌ییز کمېسیون تورې پورې کړی، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې یې پراخه درغلي کړې ده او ځینې بریالي نوماندان یې د پیسو او بډو په مقابل کې ناکام کړي او ځینې ناکام نوماندان یې بریالي کړي دي.
معترضو نوماندانو نن د ټاکنو کمېسیون سیمه‌ییز دفتر مخې ته د اعتراض خېمه درولې او د دغه کمېسیون چارې یې له خنډ سره مخ کړي دي.
معترض نوماندان د ټاکنو کمېسیون ته د تګ راتګ لپاره هم خلک نه پرېږدي او د ټاکنو د رایو د بیا شمېرلو غوښتنه کوي.
له هلمنده ولسي جرګې ته معترض نوماند میرزا حسین علي‌زاده وايي، په هلمند کې ټولې ۵۳زره رایې کارول شوي؛ خو اوس دغه شمېره ۸۳زره رایو ته رسېدلې.
د علي‌زاده په خبره، د رایو ټول صندوقونه ۶۱۰ و، چې په ۷۴ مرکزونو کې کېښودل شوي وو او د ټاکنو کمېسیون باید یوازې ۵۳زره رایې وشمېري او نورې رایې باید باطلې اعلان کړي.
یو بل معترض نوماند انجینر اشرف هم ویلي، چې ۵۳ زره رایې څنګه ۸۳ زره شوې، ایا د ټاکنو پر مهال رایه کمېږي او که لوړېږي؟
د هلمند د ټاکنو سیمه‌ییز کمېسیون په اړوند موضوع له رسنیو سره له خبرو انکار کړی دی.
د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو له لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په ګڼو ولایتونو کې معترضو د ټاکنو په کمېسیون تور پورې کوي، چې د رایو په شمېرلو کې درغلي کوي او ځینې نوماندان په قصدي ډول ناکام اعلانوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button