طالبان: د پکتیکا سوځول شوی مکتب د دولت تر واک لاندې ساحه کې دی

 

عزم(شنبه، ۸ مرغومی ۱۳۹۷): تیره شپه د پکتیکا اورګون ولسوالۍ کې د انجونو یو مکتب ته اور اچول شوی چې د ښوونځي اسناد او خینې توکي یې سوځیدلي دي.

طالبانو ویلي چې دغه مکتب(ښوونځی) داسې سیمه کې دی چې د دولت ترواک لاندې ده او دوی پورې هیڅ اړه نلري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي
«تیره شپه د پکتیکا اورګون ولسوالۍ بازار ته نژدې د ګوډاګۍ ادارې تر واک لاندې ساحه کې یو مکتب سوځول شوی، چې د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري».

داپداسې حال کې دی چې تر دې څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت کې هم څو ښوونځي وسوځول شول چې دولتي پوستو ته به په څو متری کې پراته وو، چې هغه مهال سیمئیزو خلکو یې عاملین د دولت له منځه د طالبانو د بدنامۍ لپاره بلل.

طالبانو په وار وار ویلي چې دوی د ښوونې سره هیڅ وړ تضاد نلري او په خپلو لیکو کې د معارف په نوم بیله برخه لري چې د هر ولایت او ولسوالۍ لپاره ځانګي مسئولین یې ګومارل شوي او د سیمې ښوونځیو او مدارسو د پرمختګ چارې پرمخ وړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button