سرپل کې ۴۳ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(سه شنبه، ۱۱ مرغومی ۱۳۹۷): سرپل صیاد ولسوالۍ کې تیره شپه د طالبانو په بریدونو کې ۴۳ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني رسنیو ته و ویل چې تېره شپه د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ او د سرپل مرکز اړوند د روستای قشقري سیمو کې طالبانو پر امنیتي سرتیرو بریدونه کړي دي.

اماني ویلي، چې د تېرې شپې د بریدونو له امله تر شلو ډېر ملي او سیمه ییز پولیس، ملي امنیت او محافظت عامه سرتېري وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتي، خو دقیقه شمیره یې په ګوته نکړه.

په ورته وخت کې طالبانو هم د سرپل ولایت د تېرې شپې جګړه کې د ۴۳ سرتیرو د مرګ ژوبلې، درې پوستو د نیولو ۵ټانګونو اوموټرو د ویجاړولو ادعا کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button