د دعاء د قبلېدلو سببونه او وختونه

محمد الیاس عثماني

الله جل جلاله فرمایي:

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِىٓ أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِى سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ (۱)

ژباړه: ستاسي رب وايي: “ما وبولئ، زه به ستاسي دُعاوي قبولي کړم، كوم كسان چي په غرور كولو سره زما له عبادت څخه مخ اړوي، هغوى به هرو مرو ذليل او خوار دوږخ ته ورننوځي.”

سرور کائنات صلی الله علیه وسلم فرمایي:

اَلدُّعَاءُ هُوَ الْعِبَادَةُ (۲)

ژباړه: دُعا عينِ عبادت دی!

د دُعا د قبلېدو سببونه په لاندي ډول دي:
• – د الله جل جلاله په حمد او ثناء شروع کول.
• – پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ردود ويل.
• – په دُعا کي اخلاص کول.
• – د دُعا پر قبلېدو پوره باور درلودل.
• – د دُعا په قبلېدو کي تلوار نه کول.
• – د زړه په توجه دُعا کول.
• – په غم او خوشحالۍ دواړو کي دُعا کول.
• – د ځان، اهل، اولاد او مال هلاکت نه غوښتل.
• – دُعا په ميانه آواز کول.
• – پر ګناه اقرار کول او بخښه غوښتل.
• – پر نعمت اقرار کول او شکر اداء کول.
• – د دُعا د کلماتو وزن نه برابرول.
• – په تضرع او عاجزۍ دُعا کول.
• – درې ځله دُعا ويل.
• – مخامخ قبلې ته کېدل.
• – د مؤمن په غياب کي دُعا کول.
• – په دُعا کي لاسونه لوړ نيول.
• – د دُعا مخکي اودس کول.
• – ګناهونه پرېښودل.
• – لمړی ځان او بيا نورو ته دُعا کول.
• – په دُعا کي د الله تعالٰی په نومونو توسل کول.
• – د صِله الرحمۍ د قطع کېدو او ګناه دُعا نه کول.
• – د دُعا کوونکي خوراك، څښاك او جامه به په حلالو پیسو وي.
• – د دُعا په پای کي هم دالله جل جلاله حمد او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ويل.
یاد ټوله اسباب د اکثره په احادثو ثابت دي!

د دُعا د قبلېدو وختونه:

• – لیلة القدر (د قدر شپه).
• – د شپې آخره حصه.
• – د فرضي لمونځو بعد.
• – د آذان او اقامت په ما بین کښي.
• – د باران د اورېدو په وخت کي.
• – د جمعې په ورځ کښي.
• – د زمزم د اوبو څښلو په وخت کي.
• – د شپې له خوبه د را ويښېدو وروسته.
• – د یو چا دمرګ وروسته دُعا کول.
• – په آخیري ناسته کي د درود وروسته.
• – د عرفات په ورځ.
• – په د رمضان روژه کي.
• – د الله جل جلاله د ذکر په مجلس کي.
• – پر مظلوم د ظلم په وخت کي.
• – په سفر کي دُعا.
• – د روژه مات پر وخت.
• – د اوداسه بعده دُعا کول.
• – د لمړی جمرې د ویشتلو وروسته.
• – د دوهمي جمرې د ویشتلو وروسته.
• – پر صفا او مروٰی دُعا کول.
• – د مسلمانانو او دوښمن د صفو سره مخامخ کېدو په وخت کښي.(۳)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):[سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر : ۶۰] (۲):[رواه الترمذي جـ ۵|۵۵۷] (۳):[الدُعاء من الکتاب و السنة ۸،۹،۱۰]

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: