سل زاهدان او سالار یې محمد صلی الله علیه وسلم

جبیر افغان
لومړۍ برخه:
د زهد او زاهدانو په اړه د علماء کرامو بېلابېلي ویناوي
د زهد تعریف:
حضرت سفیان ثوري رحمه الله فرمایي:”د زهد معنی د هیلو کمول دي.”
عبدالله بن مبارک رحمه الله فرمایي چې:”زهد، د فقر د خوښولو تر څنګ پر الله تعالی د بشپړ توکل او باور نوم دی.”
ابوسلیمان الداراني وایي چې:زهد له الله تعالی څخه د غافل کونکو شیانو د پرېښودلو نوم دی.”
جنید بغدادي رحمه الله فرمایي چې:”زهد، د دنیا د حقیر او ناڅه ګڼلو او زړه له دنیاوي خواهشاتو څخه د پاکولو نوم دی.”
عبدالواحد بن زید رحمه الله فرمایي چې:”زهد د درهم او دینار د پرېښودلو نوم دی.”
ابو عثمان رحمه الله فرمایي چې:”زهد د دې نوم دی چې انسان دنیا پرېږدي او له دې څخه بې پرواه شي چې چا تر لاسه کړل.”
امام احمد بن حنبل رحمه الله فرمایي چې زهد د درو شیانو نوم دی:
(۱) حرام پرېښودل. دا مرتبه د عوامو د زهد ده.
(۲) په حلالو کې د اضافه شیانو پرېښودل. دا د خواصو د زهد مرتبه ده.
(۳) دا چې بنده، له الله تعالی څخه غافل ګرځونکي شیان پرېږدي. دا مرتبه د عارفینو د زهد ده.
ځیني علماء فرمایي چې زهد، دنیا ته د زوال په سترګه د کتلو نوم دی.
د ځینو نورو علماؤ په اند زهد له هر هغه شي څخه د زړه د خالي کولو نوم دی، له کومو څخه چې لاس خالي وي.
ځیني علماء کرام فرمایي چې له تکلف پرته له دنیا څخه د نفس د لري ساتلو نوم زهد دی.
او ځیني نور علماء فرمایي چې زاهد هغه انسان ته ویل کیږي چې د دنیاوي شیانو په شتون سره خوشاله نشي او که کوم شی له لاسه ورکړي نو پرې خفه نشي.
نوربیا…… ان شاءالله