سره‌میاشت: تېرکال یې د ۱۷۴۷ د زړه د سوري ناروغانو درملنه کړې

عزم(سه‌شنبه، ۱۸ مرغومی ۱۳۹۷): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېر کال کې یې د زړه سوري په ناروغۍ د ۱۷۴۷ ماشومانو درملنه کړې؛ خو لا هم ګڼ ماشومان له یادې ناروغۍ کړېږي او درملنه یې شوې نه ده.
د یادې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د مالي مرستو زیاتوالی د دې لامل شوی، چې د ۲۰۱۷ز کال په پرتله په ۲۰۱۸ز کال کې د ډېرو ماشومانو درملنه وکړي.
د دې ټولنې سکرتر جنراله نېلاب مبارز وايي، په ۲۰۱۷ز کال کې یې یوازې د ۷۹ ناروغانو درملنه وکړه؛ خو تېر کال یې دغه شمېر ۱۷۴۷ ته ورساوه.
د مبارز په خبره، اوس د هېواد دننه او بهر د زړه سوري ناروغانو د درملنې امکانات زیات شوي او اوس د هېواد دننه په اتو روغتونونو کې د یادو ناروغیو درملنه شوني شوې ده.
دا وايي، پخوا د زړه سوري ناروغانو څلور روغتونونه یې لرل؛ خو اوس دغه شمېره اتو ته رسېدلې ده.
د سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېرو لسو کلونو کې یې د ۸۶۷۰ د هغو ماشومانو درملنه کړې، چې زړونه یې سوري وو او اوس مهال څه د پاسه ۶۶۰۰ نور ماشومان هم د درملنې په تمه دي.
اوس مهال د زړه سوري ناروغانو درملنه په جرمني او هندوستان کېږي؛ خو تېر کال چین هم ژمنه وکړه چې د هغو ماشومانو درملنه به وکړي، چې د زړه سوري ناروغۍ لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: