جرمني ۳۶ نور افغان کډوال له خپلې خاورې وویستل

عزم(سه‌شنبه، ۱۸ مرغومی ۱۳۹۷): په کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر مسوولین وايي، نن سهار له جرمني نه ۳۶ نور افغان کډوال هم په دغه هوايي ډګر کې ښکته شول.
د جرمني دولت په تېرو دوو کلونو کې له خپلې خاورې ۴۳۹ افغانان ویستلي او په کابل کې یې افغان چارواکو ته سپارلي دي.
د ۲۰۱۶ز کال ډسمبر له میاشتې راهیسې تر نن پورې جرمني د ۲۰ پراوزونو له لارې لسګونه افغان کډوال په کابل کې ښکته کړي او له جرمني یې په زور ویستي دي.
تېر کال د جولای په میاشت کې جرمني ۶۹ افغان کډوال هم په کابل کې افغان مسوولینو ته سپارلي وو.
له ګڼو نورو اروپايي هېوادونو هم زرګونه افغان کډوال له خپلو هېوادونو ویستل شوي او یا هم په کابل کې افغان مسوولینو ته سپارل شوي دي.
د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د اروپا په بلجیم، جرمني، هایلنډ، انګلستان، بلغاریا، اترېش، یونان او فرانسه کې زرګونه افغانان د کډوالو په کمپونو کې بې سرنوشته پراته دي او ځايي حکومتونه ورته د کار کولو اجازه نه ورکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button