زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو په سفر تللی

عزم(چهارشنبه، ۱۸ مرغومی ۱۳۹۷): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره د دې وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو په سفر وتلی دی.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ټاکل شوې زلمی خلیلزاد به د دغه سفر په جریان کې افغانستان، پاکستان، هند او چین ته سفرونه وکړي او د یادو هېوادونو له مشرانو سره به پر افغان سولې خبرې وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، د روانې جنوري میاشتې له اتمې تر ۲۱مې پورې به دغه سفر روان وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي، امریکا هڅه کوي چې د افغانستان جګړه د خبرو اترو له لارې پای ته ورسوي او د سیمه‌ییزو هېوادونو همکاري راخپله کړي.
زلمی خلیلزاد تېر کال هم د ګڼو هېوادونو په سفر راغلی و، چې په ترڅ کې یې له طالبانو سره هم څلور ورځنۍ خبرې وکړې؛ خو د دې سفر په اړه یې تراوسه نه دي ویلي چې له طالبانو سره به وګوري او که‌نه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button