سل زاهدان او سردار یې محمد صلی الله علیه وسلم(4 برخه)

جبیر افغان

په قرآن کریم کې یې ستاینه

کله داسي شي چې قلم د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له قصیدو او ستایني لیکلو څخه عاجز شي او داسي ښکاري چې بیخي به بیا له خپل ځای څخه ونه ښوریږي.

ولي به نه وي؟ ځکه چې الله تعالی خپله په قرآن کریم کې د هغه صفت او ستاینه کړې ده. همداسي وه چې د هغه د عقل سلامتیا یې له اعتراضونو څخه پاکه بیان کړه چې:

ما ضل صاحبکم و ما غوی(سورة النجم:۲)
“ستاسي دغه ملګری نه بې لاري شوی او نه دوکه شوی دی.”
د هغه صلی الله علیه وسلم د ژبي تزکیه یې وکړه، فرمایي:

و ما ینطق عن الهوی(سورة النجم:۳)
“هغه له خپل لوري هیڅ یوه خبره نه کوي.”
د هغه د ملګري جبرائیل علیه السلام تزکیه یې بیان کړه چې:

علمه شدیدالقوی(سورة النجم:۵)
“هغه ته د یو ستر قوت څښتن ور وښودل.”
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د زړه تزکیه یې بیان کړه:

ما کذب الفؤاد و ما رأی(سورة النجم: ۱۱)
“د هغه زړه هیڅ دروغ ورسره ګډ نه کړل څه (چې د هغه) سترګو ولیدل.”
د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم د لیدني تزکیه او ستاینه یې وکړه او ویې فرمایل:

ما زاغ البصر و ما طغی(سورة النجم:۱۷)
“نه د هغه سترګي دوکه شوي او نه یې هم له حد څخه تیری کړی دی.”
د هغه صلی الله علیه وسلم د سینې مبارکي د تزکیې او صفت په اړه یې وفرمایل:

الم نشرح لک صدرک(سورة الانشراح: ۱)
“آیا مونږ ستا سینه ستا لپاره نه پرانیستل؟”
له هغه وروسته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشپړ تعریف او ستاینه بیان کړل او ویې فرمایل:

و انک لعلی خلق عظیم(سورة القلم:۴)
“بېشکه! ته(صلی الله علیه وسلم) د اخلاقو پر ډېر اعلی معیار یې”.
ع:
مبرأ القلب من ریب و من دنس
و کیف و هو بماء الخلد مغسول

“د هغه صلی الله علیه وسلم زړه له شک او ناپاکۍ څخه پاک دی، څنګه به نه وي د هغه زړه خو د جنت په اوبو وینځل شوی دی.”

نور بیا……. ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button