بغلان کې دوه قرارګاه یوه پوسته سقوط شوي

 

عزم(پنجشنبه، ۲۰ مرغومی ۱۳۹۷): تیره شپه طالبانو د بغلان مرکز حسین خیلو سیمه کې د امنیتي سرتیرو په دوه قراګاوو او یوه پوسته بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې دواړه قرارګاوې او یوه پوسته سقوط شوي دي.

د یک تلویزون خبریال بشیر احمد قاساني چې د بغلان اوسیدونکی دی په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د بغلان مرکز حسین خیلو سیمه کې د طالبانو په بریدونو کې ډیرو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمیره یې نده ښودلې.

د حسین خیلو د سیمې یو تن اوسیدونکي عزم ته ویلي چې د تیرې شپې جګړه کې له شلو زیاتو ملي او سیمئیزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دیارلس تنه وژل شوي او نور ټپیان دي.

د بغلان د ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزي رسنیو ته ویلي چې طالبانو تیره شپه په یوه قرارګاه برید کړی چې ۹ تنه پولیس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.

طالبانو د یاد برید مسئولیت منلی او زیاته کړې یې ده چې تیره شپه یې د بغلان پلخمري ډنډ شهاب الدین سیمې اړوند حسین خیلو سیمه کې یو بیس او دوه پوستې نیولي ۳۰ پولیس یې وژلي چې د ۲۷ تنو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاته دي، ۵ تنه نور یې زخمیان کړي او دوه تنه یې ژوندي نیولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button